د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د مکسیکو سرحد کې ماشومانو څخه جلا شویو کورنیو ته دې تاوان ورکړل شي


د کورنیو د جلا کولو د پالیسې د مخالفینو اعتراض

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن وایي هغو کورنیو ته چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست پر وخت د مکسیکو په پوله له خپلو ماشومانو جلا شوي باید غرامت ورکړل شي.

دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د اغیزمن شویو کورنیو سره په یوې موافقې کار کوي.

ولسمشر بایډن ویلي دي چې د وضعیت د څرنګوالي په پام کې نیولو نه غیر، هغو کسانو ته چې د ډونالډ ټرمپ په اداره کې یې ماشومان "د کورنیو د جلا کولو" د پالیسۍ په اساس جلا شوي، هغوی ته هم باید تاوان ورکړل شي.

خو بیا هم هغه وویل چې نه پوهیږي چې دغه تاوان به څنګه وي.

د ولسمشر په توګه د کار له پیل کولو وروسته جو بایډن هڅه کړې چې د یوې کاري ډلې په رامنځته کولو سره په سلګونو ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.

د اسوشیتدپرس، د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو حکومت هر جلا کړای شوي کس ته ۴۵۰زره ډالر په پام کې نیولي وو، خو د پیسو دغه اندازې اوس یو څه تغیر کړی دی.

پدې اړه د حکومت او د اغیزمن شویو کورنیو ترمنځ بحثونه روان دي، خو هیڅ ډول تضمین نشته چې دوتړه خواوی دې موافقې ته ورسیږي.

د "نه زغم" د پالیسۍ له مخې د ډونالډ ټرمپ ادارې۵۵۰۰ ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا کړي وو؛ هغه پالیسي چې له مخې یې ددغو ماشومانو والدین د سرحد څخه د غیر قانوني تیریدو په وجه د جرمي تورونو سره مخامخ وو.

ددغو کورنیو مدافع وکیلان دغو کورنیو ته په متحده ایالاتو کې د دایمي اقامت د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د نړیوالو فشارونو په نتیجه کې دغه پلیسۍ تطبیق بند کړ.

XS
SM
MD
LG