د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د اسرائیل له خوا د حسن نصرالله وژل د 'عدالت لپاره اقدام' و


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اسرائيل په برید کې د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله وژل کېدل د هغه د "وحشت واکمنۍ" پر مهال د څلور لسیزو قربانیانو لپاره د "عدالت یو اقدام" بللی دی.

بایډن تېره ورځ وروسته له هغې دا څرګندونې کړي چې د حزب‌الله ډلې په بیروت کې د اسرائيل په یو هوايي برید کې د خپل مشر حسن نصرالله وژل کېدل تائيد کړل.

بایډن په یو بیان کې چې سپینې ماڼۍ خپور کړی دی وویل د حماس له خوا پر اسرائيل باندې د اکتوبر د اووم برید څخه یوه وروځ وروسته نصرالله له حماس سره د مرستې تصمیم ونیو او هڅه یې کوله چې د اسرائيل پر ضد "شمالي جبهه" پرانیزي.

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چې د نصرالله په مشرۍ د حزب‌الله ډله د زرګونو امریکاييانو،‌ اسرائیلیانو او لبنانیانو د وژلو مسوله ده.

په ۱۹۸۳ کال کې په بیروت کې د څوو ملتونو پر ګډو ځواکونو برید او د امریکا په سفارت کې د بمونو ځای پر ځای کول د امریکا پر منافع باندې د حزب‌الله په بریدونو کې شامل دي. داغې ډلې همداشان په بیروت کې د امریکا د استخباراتو ادارې د دفتر مسول تښتولی و چې وروسته له دوی سره په بند کې یې ساه ورکړه.

متحده ایالاتو همداشان ویلي چې د حزب‌الله مشرانو به وسله‌والو ته روزنه او وسلې ورکولې ترڅو د عراق د جنګ پر مهال امریکايي‌ ځواکونه په نښه کړي.

سپینې ماڼۍ د حسن نصرالله وژل پر حزب‌الله ډلې سخت ګوزار بللی دی. په عین حال کې واشنګټن هڅه کړې ده تر څو د نصرالله د وژل کېدو مسلې سره محتاطانه چلند وکړي ځکه چې امریکا غواړي د اسرائيل او حماس ترمنځ د جنګ لمن محدوده وساتي او پر یو پراخ سیمه‌ییز جنګ یې د بدلېدو مخنیوی وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي‌ چې اسرائيل د حسن نصرالله په وړاندې د عملیاتو په تړاو واشنګټن ته خبر نه و ورکړی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم وویل: "ولسمشر بایډن او زه نه غواړو چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د یو پراخ سیمه‌ییز جنګ شاهدان واوسو".

هغې زیاته کړه چې دیپلوماسي د غیرنظامیانو د خوندیتوب او په سیمه کې د ثبات لپاره تر ټولو غوره لاره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG