د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: په لویدیځه غاړه کې د عامو فلسطینیانو سره تاوتریخوالی د منلو نه دی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه فبروري لومړۍ (سلواغه۱۲) وویل چې د اردن په لویدیځه غاړه کې د عامو فلسطینیانو سره خشونت او تاوتریخوالی د نه منلو حد ته رسېدلي‌ دي.

په یو تازه اقدام کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له عامو فلسطینیانو سره د تاوتریخوالي له کبله په څلورو اسرائیلیانو باندې بندیزونه ولګول.

جوبایډن د یو اجرايي فرمان په خپرولو سره ویلي دي: «په لویدیځه غاړه کې په خاص ډول د مېشتو افراطیانو د زیات خشونت، په زوره د خلکو د شړلو او د کلیو او ملکیتونو د ویجاړېدو له کبله وضعیت د زغم وړ نه دی او د سولې، امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.»

بایډن د امریکا مېشګن ایالت ته سفر کړی دی، په دغه ایالت کې ډېر عربان اوسېږي چې په غزې باندې د اسرائیل د بریدونو له کبله خپه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې څلور اسرائیلیان د عامو فلسطینیانو په وژلو، فصلونو په سوځولو او ملکیتونو په تخریب کې دخېل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې اسرائیل باید په لویدیځه غاړه کې د ولسي خلکو سره د زور زیاتي د مخنیوي لپاره نور اقدامات او د دغه خشونت له مسئولینو سره حساب او کتاب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې دا ډول کارونه به د یو فلسطیني دولت جوړېدل له خطر سره مخامخ کړي، د اسرائیل صدراعظم د مستقل فلسطیني دولت له جوړېدو سره سخت مخالف دی.

اسرائیل په متحدو ایالتونو انتقاد کړی دی چې ولې یې په اتباعو بندیزونه لګولي دي. د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې هغوی د قانون ماتوونکو په ضد عمل کوي او دا ډول «استثنايي اقدام» ته ضرورت نه شته.

د دغو بندیزونو له مخې په امریکا کې د دغو کسانو ټوله شتمني او ملکیتونه کنګل شوي او امریکایان له دغو کسانو سره له راکړې ورکړې څخه هم منع کړل شوي دي. د امریکا حکومت تر دې مخکې د اسرائیل په ځینو اتباعو باندې د ویزو محدودیتونه لګولي وو.

په لویدیځه غاړه کې د درې میلیون فلسطینیانو په منځ کې ۴۹۰زره یهودان هم مېشت دي او په داسې ښارګونو او سیمو کې اوسېږي، جې ملګري ملتونه یې قانوني نه بولي.

د تېرکال له پیل راهېسې، په لویدیځه غاړه کې سلګونه فلسطینیان وژل شوي او لسګونه کورونه یې ویجاړ او سوځول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG