د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن کیف ته په نا اعلان شوي سفر کې؛ نړۍ د اوکراین تر څنګ ولاړه ده 


ولسمشر بایډن په کیف کې د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د کتنې پر وخت
ولسمشر بایډن په کیف کې د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره د کتنې پر وخت

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب اول) په یو ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ورسید او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره یې په کتنه کې د اوکراین د دموکراسۍ، ملي حاکمیت او د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحده ایالاتو په نه ماتیدونکې ژمنې ټینګار وکړ.

بایډن په داسې حال کې چې د مارینسکي په ماڼۍ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یې تر څنګ ولاړ و د وینا پر مهال وویل چې د متحده ایالاتو له خوا به اوکراین ته د ۵۰۰ ميلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته ورکړل شي چې په کې د توپخانې مهمات او د ټانک ضد وسلې شاملې دي.

د امریکا ولسمشر همداشان وویل چې په روانه اونۍ کې به پر روسیې نوي بندیزونه اعلان شي. تر دې مخکې سپینې ماڼۍ اوکراین ته د بایډن د سفر په تړاو په یوه اعلامیه کې د هغه له قوله لیکلي وو: "د دې اونۍ په وروستیو کې به موږ د هغو اشرافو او شرکتونو په وړاندې اضافي بندیزونه اعلان کړو چې هڅه کوي ځان تیر باسي او د روسیې جنګي ماشین بیا اکمال کړي."

بایډن د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل پیل ته په اشارې سره وویل: «یو کال وروسته کیف پر پښو ولاړ دی او اوکراین پر ځای دی، دموکراسي ټینګه ده، امریکایان ستاسو تر څنګ ولاړ دي او نړۍ ستاسو تر څنګ ولاړه ده.»

د امریکا ولسمشر له اوکرایین سره د پوځي مرستو لپاره د څه باندې ۵۰ هېوادونو ایتلاف او د روسیې پر اقتصاد باندې د بندیزونو "غیر منتظره لګښت" ته په اشارې سره وویل: «پوتین فکر کاوه چې اوکراین کمزوری او لوېدیځ وېشل شوی دی او کولای شي زموږ کار ختم کړي. زه فکر نه کوم چې هغه اوس داسې فکر ولري."

ولادیمیر زیلینسکي په داسې یو حساس وخت کې اوکراین ته د بایډن د سفر ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغه د متحده ایالاتو له مشرانو سره د جګړې د وضعیت په اړه نورو خبرو اترو ته سترګې په لار دی.

په داسې حال کې چې بایډن په اوکراین کې و، په کیف او نورو ځایونو کې د هوايي بریدونو د خبرداري زنګونه وغږول شول.

بایډن او زیلینسکي د یو دېوال په څنډه کې د ګلانو ګیډۍ کېښودې چې په اوکراین د روسیې د برید پرمهال وژل شوي اتلانو ته وقف شوي.

دا په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې کیف ته د هغه لومړنی سفر دی.

بایډن په اعلامیه کې ویلي دي چې د دغه سفر په دوام کې به پولنډ ته ولاړ شي او په ختیځه اروپا کې د امریکا له متحدینو سره د اوکراین د خلکو د ملاتړ د دوام په اړه خبرې وکړي. تمه ده چې ښاغلی بایډن به د سه شنبې په ورځ په وارشا کې وینا وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لویډ آسټین په ګډون د بایډن د ادارې لوړپوړو چارواکو په تیر یو کال کې اوکراین ته سفرونه کړي ترڅو له چارواکو سره یې وګوري او له کیف څخه د متحده ایالاتو ملاتړ څرګند کړي.

د بایډن میرمن جیل هم د مۍ په میاشت کې په یو نا اعلان شوي سفر اوکراین ته تللې وه.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي، د روسیې له یرغل وروسته په خپل لومړني بهرني سفر کې د ډسمبر په میاشت کې متحده ایالاتو ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG