د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن کلنۍ وینا په کورنیو مسایلو، چین سره په رقابت او اوکراین کې د روسیې په جګړې متمرکزه وه


ولسمشر جوبایډن په کانګرس کې ملت ته د وینا پرمهال
ولسمشر جوبایډن په کانګرس کې ملت ته د وینا پرمهال

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ماښام، فبروري اومه (سلواغې ۱۸) ملت ته په خپله کلنۍ وینا کې تر ډیره په کورنیو مسایلو بحث وکړ خو چین سره رقابت او پر اوکراین یې د روسیې نظامي برید ته هم لنډه اشاره درلوده.

بایډن په خپلو څرګندونو کې پر اوکراین د روسیې نظامي برید په اړه وویل تر هغه وخته چې اړتیا وي، د کیف تر څنګ به ودریږي.

نوموړي زیاته کړه:"موږ تر هغه وخته چې اړتیا وي، ستاسې تر څنګ "اوکراینیان" به ودریږو. زموږ ملت ډیرې آزادۍ، ډیر عزت او ډیرې سولې ته کار کوي، نه یوازې په اروپا بلکې په بل هر ځای کې."

بایډن ولسمشر ولادمیر پوتین ته په خطاب کې وویل، پر اوکراین د روسیې برید د امریکا او نړۍ لپاره ستره ازموینه وه. خو نوموړي ټینګار وکړ چې له دې نظامي برید څخه یو نیم کال وروسته، متحدو ایالتونو ثابته کړه چې له اساسي اصولو لکه واکمني، له استبداد څخه آزادي او له دموکراسي څخه یې دفاع کړي او دې کار ته به دوام ورکړي.

بایډن د اوکراین په جګړه کې د امریکا د رهبرۍ ونډې ته وویل:"موږ په ګډه هغه کار وکړ چې امریکا یې تل په غوره ممکن ډول کوي. رهبري مو وکړه. موږ ناټو متحده کړه او نړیوال ائتلاف مو جوړ کړ. د پوتین د یرغل په وړاندې ودریدو. د اوکراین د خلکو تر څنګ ودریدو."

چین سره رقابت

بایډن ملت ته د خپلې وینا پرمهال وویل، متحده ایالات چمتو دي چې له چین سره کار وکړي خو هغه تینګار وکړ چې د امریکا له ګټو څخه به د دفاع په کار کې شک ونلري.

د متحدو ایالتونو د ولسمشر دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه بیان شوې چې امریکایي جت الوتکو د فبروري په څلورمه نیټه د جنوبي کارولینا په سواحلو کې د چین د جاسوسۍ یو بالون له منځه یوړو.

بایډن په دې وینا کې د چین د جاسوسۍ بالون نسکوریدو ته له اشارې پرته وویل:"تیروتنه مه کوئ، څنګه چې مې تیره اوونۍ په وضاحت وویل، که تاسې زموږ واکمني وګواښئ، موږ به د خپل هیواد د ساتلو لپاره اقدام وکړو، څنګه چې مو وکړل."

بایډن همدارنګه وویل چې د تیرو څو لسیزو په نسبت امریکا په نړۍ کې د بل هر چا په نسبت په قوي موقف کې ده څو وکړای شي له چین سره رقابت وکړي.

بایډن وویل، مخکې له دې چې د امریکا جمهور رئیس شي، تل د چین د قدرت د زیاتیدو او د امریکا د کمزورې کیدو خبره کیده، خو هغه ټیګار وکړ چې له دې وروسته داسې خبره نشته.

ولسمشر بایډن زیاته کړه، د امریکا د نظامي برخې عصري کیدل د ثبات د ساتلو او د بریدونو د مخنیوي په هدف کیږي.

د متحدو ایالتونو کورني مسایل

د ولسمشر بایډن د سږ کال د کلنۍ وینا ډیره برخه د امریکا کورنیو مسایلو په خاص دول اقتصاد، روغتیا، معارف، د جنسیتي اقلیتونو حقونو، د لویو شرکتونو د مالیاتو زیاتیدو، د پولیسو د چلند څرنګوالي او په تیرو دوو کلونو کې د کویډ نولس له امله رامنځ ته شویو مشکلاتو باندې متمرکزه وه.

بایډن وویل، که د تیر کانګرس غړو وکړای شول یوځای کار وکړي، هیڅ دلیل نشته چې د اوسني مجلس قانون جوړونکي هم یوځای کار ونشي کړای.

د امریکا ولسمشر وویل په تیرو دوو کلونو کې د هغه په مشرئ حکومت ۱۲ میلیون دندې رامنځ ته کړي دي. د بایډن په وینا اوسمهال په امریکا کې د وزګارۍ کچه ۳.۴ سلنه ده چې په تیرو پنځو لسیزو کې خپل ټیټ حد ته رسیدلې ده.

بایډن په خپله وینا کې همدارنګه زیاته کړه، وروسته له هغه چې د جمهوري ریاست مشري یې اخیستې حکومت یې څه باندې ۲۰ زره پروژې تمویل کړي چې پکې د سړکونو، پلونو، لویو لارو او هوایي ډګرونو جوړول شامل دي.

بایډن همدارنګه وویل په فدرالي اداراتو کې یې د ساختماني‌ موادو لپاره نوی معیار ټاکلی او هغه دا چې په لویو پروژو کې به له امریکایي موادو کار اخیستل کیږي.

ولسمشر بایډن همدارنګه د لویو شرکتونو له خوا د مالیاتو په ورکړې انتقاد وکړ. هغه وویل:" مالیاتي سیستم منصفانه ندی. په ۲۰۲۰ کال کې ۵۵ لویو شرکتونو ۴۰ میلیارده ډالره عاید وکړ خو فدرالي مالیات یې صفر وو... خو د هغه قانون له مخې چې توشیح کړی مې دی، میلیارد ډالري شرکتونه دي حد اقل ۱۵ سلنه مالیه ورکړي."

د بایډن په وینا، تیر کال د تیلو لویو شرکتونو ۲۰۰ میلیارده ډالره عاید کړی وو، هغه وویل هیڅ میلیاردر باید د ښوونځي د یو ښوونکي، نرس او یا هم د اطفایې له کارکوونکي څخه کمه مالیه ورنکړي.

بایډن په خپله وینا کې د افغانستان په اړه هیڅ هم ونه ویل خو دې مجلس ته په واشنګټن کې د افغانستان پخوانۍ سفیره رویا رحماني هم دعوت شوې وه.

XS
SM
MD
LG