د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د کاناډا له صدراعظم او د مکسیکو له جمهور رئیس سره وکتل


د متحده ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۸ (لړم ۲۷) په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم جسټن ټروډو او د مکسیکو له جمهور رئیس انډرس مانویل لوپز اوبرادور سره وکتل.

ددغو دریو هیوادونو د مشرانو لیدنه ، د دریو ګاونډیو هیوادونو لپاره د امریکا وچې په شمالي برخه او له هغه ځایه هاخوا د شته مشکلاتو د هواري لپاره یو فرصت دی.

بایډن له درې اړخیز ملاقات مخکې، د کاناډا له صدراعظم سره په جلا ملاقات کې ولیدل. دا په تیرو پنځو کلونو کې د یادو هیوادونو د مشرانو لومړۍ غونډه وه. په دې غونډه کې د اقلیمي بدلونونو، کډوالۍ، اقتصادي سیالیو او د کرونا ویروس له امله د نویو ننګونو په اړه خبري اتری وشوې.

ښاغلي بایډن له ټرودو سره د لیدنې پرمهال وویل:"موږ د دوو ملتونو په توګه د همه شموله اقتصاد په ښه والي پوهیږو او اقلیمي بدلون ته د رسیده ګي په کولو سره پر دیموکراتیکو ارزښتونو دریږو. فکر کوم موږ دواړه په دې باور یو چې زموږ غوره ګټه هغه مهال ده چې فرصتونه، برابري او عدالت موجود وي او دا د کاناډا او امریکا اساسي ارزښتونه دي."

ښاغلي بایډن د مکسیکو له جمهور رئیس لوپز اوبرادور سره په جلا ملاقات کې وویل:" ښاغلی جمهور رئیس، موږ د خپلو جنوبي دوستانو په شان ادبیات نه کاروو. موږ او تاسې برابر هیوادونه یو."

د سپینې ماڼۍ یو ویاند کرس میګر د چهار شنبې په ورځ ددغو دریو مشرانو غونډې ته په اشارې سره وویل:" دا د شمالي امریکا د ودې لپاره د لس میاشتې کار نتیجه ده چې هم زموږ د کورني‌ اقتصاد د بریا او هم د داسې مشارکت لپاره چې د سیمه ایزو او نړیوالو ننګونو د هواري لپاره مهمه ونډه ولري، مهم دي."

د بایډن د حکومت د کار له پیل سره امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ‌ د کډوالۍ هغه پروګرام چې "په مکسیکو کې پاتې شئ" بند کړ خو تکساس او میزوري ایالتونو فدرالي دولت دې ته وهڅاوه چې یاد پروګرام بیا پیل کړي او ټاکل شوېده راتلونکې اوونۍ شروع شي.

ټاکل شوېده دغه درې مشران د خپلو پولو هاخوا په کیوبا کې د وروستیو اعتراضاتو او د امریکا له خوا پر هغه هیواد د اقتصادي فشارونو او په نیکاراګوا کې د ټاکنو په اړه هم بحث وکړي.‌

XS
SM
MD
LG