د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین جمهور رئیسانو په یو لړ مهمو مسائیلو مخامخ خبرې وکړې


د امریکا او چین ولسمشران
د امریکا او چین ولسمشران

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن او د هغه چینایي سیال شي جینپینګ د دوشنبې په ورځ په انلاین او مجازي بڼه ولیدل او خبرې یې وکړې.

دا د جمهور رئیس په حیث د چین له جمهور رئیس سره د بایډن لمړنۍ لیدنه وه. سپينې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۶) وویل بایډن د دې فرصت هرکلی کړی چې په کې مخامخ او په زغرده د مختلفو مسایلو په اړه خبرې کیږي. پدې خبرو کې بشري حقونه، اقتصادي همکاري او د تایوان سیاسي راتلونکې شامله وه.

دواړو، بایډن او شي په ښکاره وویل چې حکومتونه يي باید د یوبل سره په ازادانه او صادقانه ډول تماس ولري. امریکا او چین د ملګروملتونو د امنیت شورا اساسي غړي او د نړۍ دوه لوی اقتصادي قوتونه دي.

په کومو مسائیلو خبرې وشوې؟

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وویل چین او امریکا باید یو ګډ محافظتي چاپیریال جوړ کړي. په کومو برخو کې چې اختلاف وي باید پکې واضح او صادقانه اوسي او په کومو برخو کې چې ګټې سره نږدې دي باید ګډ کار وکړي.

نوموړي د بیلګې په توګه د اقلیمي بدلون په څير ډیرې مهمې نړیوالې مسلې یادې کړې چې په وینا يي په اړه یې اقدامات تراوسه د امریکا او چین لپاره ښه نه تمامیږي.

د چین جمهور رئیس شي وویل ټینګو اړیکو ته اړتیا ده چې دواړه هیوادونه موازي پرمختګ وکړي او د یو امن او باثباته نړیوال چاپيریال لپاره چې د جمهور رئیس بایډن په وینا د اقلیمي بدلون او کوویډ۱۹ وبا په څير د نړیوالو ستونزو د حل لاری چارې پکې باید وموندل شي.

ښاغلي جینپینګ زیاته کړه چې بیجینګ او واشنګټن باید د یو بل درناوی، په امن کې ژوند او د دواړو خواو په ګټې همکاري وکړي. هغه وویل چې حاضر دی د امریکا جمهور رئیس سره په یوې اجماع کار وکړي او په یو مثبت لوري د چین او امریکا د اړیکو په ټینګولو کې فعاله ګامونه واخلي.

د شي په باور پدې ډول به د دواړو ولسونو ګټې ترقي وکړي او د نړیوالې ټولنې توقعات به هم پوره شي.

سپینې ماڼۍ ویلي پدې لیدنه کې په سینکیانګ، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو مسایل هم مطرح شول، ترڅنګ يي دوی د بیړیو د ازاده تلو راتلو او د چین د ناانډوله سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو څخه د امریکايي کارګرو او کاروبارونو خوندیتوب په اړتیا هم خبرې وشوې.

پر دغه ملاقات د ځینو کارپوهانو نظرونه

د چین او نړیوالتوب د مرکز مشر څیړونکي وانګ هویاؤ پدې باور دی چې د دواړو مشرانو لیدنې مثبته روحیه رامنځ ته کړې او کیدای شي د اړیکو د ښه کیدلو ښه پیل وي.

هویاؤ وایي که چین د امریکا د ډاډ او د تایوان د مسئلې د حل لپاره او په یو بل د انتقاد لپاره دا ډول په لوړه کچه همغږي ولري، بیا ریښتنې راکړه ورکړه او نورې خبرې هم عملي کیدای شي.

د دغه څیړونکي په وینا که دواړه رهبران دومره منطقي اوسي، چې حداقل یو ګډ نظر پکې څرګند شوی او بیا يي مثبتې خبرې وکړې، نو خلک به جوړجاړي او همکاري وویني.

د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي مرکز غړی پال هاینلي پدې باور دی چې دا لیدنه به په نژدې راتلونکې کې د ثابتو ګامونو اخسیتلو لپاره ښه فرصت جوړ کړي. پال وایي دا د دواړو مشرانو لپاره ښه فرصت و چې د خپلو اړیکو اړوند خپلې اندیښنې او نیتونه معلوم کړي، او داسی شرایط مساعد کړي چې د امریکا او چین په نویو اړیکو کې ورته اړتیا ده.

هغه وايي دا یو داسی دور دی چې په مثبتې سیالۍ مشخص کیږي، او سیالي او په ډیرو موردونو کې خطرونه هم ورسره زیاتیږي. لکه سیاسي، پوځي، اقتصادي، ټکنالوژي، حتی ایډیالوژیک. پال وایي د دی لیدنې نتیجه به په لنډه موده کې په اړیکو کې خطرونه او مجهولیتونه کم کړي، او دا ډول اړیکې به په نژدې راتلونکې کې د ثابتو ګامونو اخسیتلو لپاره ښه فرصت جوړ کړي.

سپینې ماڼۍ لدې لیدنې دومره طمع نده ښودلې، او نه يي کوم بیان یا حتی ګډه اعلامیه خپره کړې. خو لاهم د سپينې ماڼۍ چارواکي وایي دواړو مشرانو په ډيرو مشخصو مسائیلو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG