د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او مودي د اوکراین په هکله خبرې کوي  


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) د هند د صدراعظم نرندرا مودي سره څو اونۍ وروسته له هغه خبرې کوي چې ښاغلي بایډن پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې هند "متزلزل" وګاڼه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د یکشنبې په ورځ اپریل لسمه (وري۲۱) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ولسمشر بایډن ددغه مجازي اړیکې څخه د " اوکراین په وړاندې د روسیې د ظالمانه جګړې د پایلو او د توکیو په بازارنو کې په غذایي تدارکاتو باندې ددې جګړې د بې ثباته کوونکو اغیزو د کمولو په اړه د سلا مشورې" لپاره استفاده کوي.

هند تر اوسه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل له محکومولو ډډه کړې او حتی د روسیې د یرغل د محکومولو لپاره د ملګروملتونو د عمومي مجمعې په رای اچونه کې یې ممتنع رایه ورکړه. سره له دې د هند حکومت ویلي چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د روسیې د ځواکونو په واسطه د ملکي خلکو د وژلو د ادعاو په خاطر عمیقاً خواشینی شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف چې د اپریل په لومړیو کې یې په نوي ډهلي کې د هند د صدراعظم نرندرا مودي سره وکتل د اوکراین د جګړې په اړه یې د هند چلند وستایه.

ولسمشر بایډن د مارچ په ۲۱ ویلي وو چې هند پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په اړه د "لړزانه" غبرګون په خاطر د امریکا د متحدینو په منځ کې یوه استثنا وه.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د اوکراین د جګړې په اړه د بحث سربیره د آسیا-اقیانوسیه، د سیمې د امنیت، د کرونا وبا او د اقلیم د بدلون کړکیچ د دواړو مشرانو د بحث عمده موضوعګانې دي.

د سړې جګړې په ترڅ کې نوي ډهلي چې د ناپیلو هیوادونو د غورځنګ رسمي غړی دی پدې دلیل چې متحده ایالاتو د هند د ګاونډې سیال هیواد پاکستان ملاتړ کاوه، د شوروي اتحاد لور ته تمایل درلود.

کارپوهان وایي روسیه لاهم د هند لپاره د وسلو د سترو برابرونکو هیوادونو څخه دی او همداشان هند د روسي صادراتو ستر مشتري دی.

XS
SM
MD
LG