د لاس رسي وړ اتصالات

جوبایډن: هېڅ امکان نلري چې افغانستان یو متحد هېواد شي


جوبایډن د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم و
جوبایډن د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم و

د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دموکرات ګوند یو نوماند جوبایډن وايي چې هغه له اوله په افغانستان کې د ملت جوړونې له نظریې سره مخالف و.

ښاغلي بایډن ویلي دي چې افغانستان داسې هېواد نه دی چې یو موټی شي. نوموړي وویل: " زه په افغانستان کې د ملت جوړونې له مفکورې سره هېڅ موافق نه وم. یوازینی کار چې باید ویې کړو، په هغه سیمه کې د تروریزم ضد مبارزه ده."

جویایډن چې د شنبې په شپه (جنوري۷) د دموکرات ګوند په انتخاباتي مناظرې کې غږېده، دا هم وویل چې افغانستان ته د سفرونو پر مهال دې نتیجې ته رسېدلی " چې د دغه هېواد یو موټي کول هېڅ‌ امکان نلري، هېڅ‌ امکان نلري چې افغانستان یو موټی هېواد شي."

جوبایډن د امریکا د مخکني ولسمشر بارک اوباما مرستیال هم و.

نوموړي وویل چې باید ټول پام په دې وي چې له افغانستان څخه پر امریکا بریدونه ونشي. د ښاغلي بایډن دغو څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو هم غبرګونونه ښودلي‌دي.

د افغانستان د ولسمشر مشاور او د افغانستان د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د ادارې مشر وحید عمر د ښاغلي‌جوبایډن د څرګندونو په ځواب کې لیکلي دي: " ستاسو د ټولو مرستو څخه مننه. موږ اړتیا نلرله چې تاسو راته ملت جوړ کړی. موږ له پېړیو راهېسې یو ملت یو. اړتیا مو نلرله چې تاسو موږ یو موټی هېواد کړی. موږ له پخوا څخه یو موټی هېواد و."

ښاغلي‌عمر لیکلي دي چې د امریکا متحده ایالتونه افغانستان ته د ترهګرۍ د ځپلو لپاره راغلي او "موږ غواړو چې همدغه کار وکړي".

د دموکرات ګوند په دغې انتخاباتي‌مناظرې کې یوې بلې نوماندې الیزبت وارن بیا ادعا وکړه چې افغان حکومت پر خپلې ۶۰ سلنه خاوره په خپل واک کې لري.

په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ولسمشرۍ انتخاباتو ته مبارزې روانې دي‌ او هر نوماند هڅه کوي چې په خپل ګوند کې دننه په خپلو خبرو د خلکو پام ځان ته واړوي.

د ګوندي انتخاباتو په پایله کې به هر ګوند د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپل کاندید معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG