د امریکا په سنا مجلس کې د دواړو ګوندونو غړو د بنسټونو د جوړیدو په هدف د جمهور رئیس جوبایډن یو تریلیون ډالري پلان تائید کړ.
ښاغلي بایډن د سنا مجلس د غړو دا اقدام وستایه او ویې ویل، نن ثابته شوه چې دیموکراسي اوس هم اغیزې لري.
د امریکا د سنا مجلس غړو ۶۹ د ۳۰ په مقابل کې دې پلان ته رایه ورکړه او اوس به راتلونکې میاشت د استازو په مجلس کې تر غور لاندې نیول کیږي.
خو د استازو په مجلس کې یې تصویب لږ یقیني ښکاري ځکه یو شمیر مترقي دیموکراتان وایي چې مجموعي لګښت ډیر کم دی.
جمهور رئیس بایډن د سه شنبې ورځې اقدام وستایه او دا یې په یو نسل کې یو ځل د امریکا په بنسټونو کې د پانګونې په هدف یو ستر ګام وباله.
که دا پلان د استازو د مجلس له خوا تصویب شي، نو دا به په تیرو څو لسیزو کې د امریکا د عامه خدمتونو په برخه لکه د سړکونو او پلونو د جوړیدو، د انټرنټي خدمتونو د شبکې د پراختیا او د څښاک اوبو لپاره د پایپونو د نوې کیدو په برخه کې ستره پانګونه وي.
بایډن ددې پلان د ملاتړ له امله د سنا په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو له مشر مچ مکانل څخه په نامه مننه وکړه.
مکانل او اتلس نور جمهوري غوښتونکي له ټولو پنځوسو دیموکراتانو سره یوځای شول او د بنسټونو د جوړیدو دا ستر پلان یې تائید کړ.