د لاس رسي وړ اتصالات

سنا د جوبایډن د ۱.۹ تریلیون ډالرو مالي مرستو پلان منظور کړ


د سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري چې ۵۰ یې دیموکرات او پاتې یې جمهوري غوښتونکي دي.
د سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري چې ۵۰ یې دیموکرات او پاتې یې جمهوري غوښتونکي دي.

د امریکا د سنا مجلس غړیو چې د ۱.۹ ټریلیون په اندازه د کرونا د ویروس د مرستو لایحه منظوره کړله. دا لایحه نن شنبه د مارچ ۶ (کب۱۶) منظوره شوه.

د سنا په مجلس کې ټولو دیموکراتانو د لایحې په طرفدارۍ او ټولو جمهوري غوښتونکو یې په مخالف رایې ورکړیدي.

د جمهور رئیس جو بایډن د لاسلیک وروسته دا لایحه په قانون بدلیږلي چې له مخې به یې اکثریت په شرایطو برابر امریکایانو ته د سړي سر ۱۴۰۰ ډالر ورکړل شي او همدرانګه به هغو کسانو ته په اونۍ کې ۳۰۰ ډالر ورکړل شي چې د کرونا ویرس له وجې بې روزګاره شویدي.

د سنا مجلس ټول سړي غړي لري چې ۵۰ یې دیموکراتان او پاتې یې جمهوري غوښتونکي دي.

په لومړي سر کې دیموکراتانو غوښتل هر امریکایي ته چې د کرونا ویروس له وجې بې زورګاره شوی، په اونۍ کې ۴۰۰ ډالر ورکړل شي خو د دې ګوند غړي، سناتور جو مانچین ورسره مخالفت ښودلی و او د ۴۰۰ پر ځای یې د ۳۰۰ ډالرو غوښتنه کړې وه چې ومنل شوه.

د ښاغلي مانچین بله غوښتنه چې د سنا په مجلس کې دیموکراتانو د هغه د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره ومنله دا وه چې اکثریت هغو امریکایانو لپاره دې مالیه هم کمه شي چې د بې روزګارۍ مرستې یې تر لاسه کړي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د بې ورزګارۍ د مرستو په برخه کې د جوړ جاړې د موافقې ملاتړ کړی.

د امریکایانو سره د مستقیمو مرستو او بې روزګارۍ د مرستو تر څنګ په لایحې کې د کویډ۱۹ د بیمارۍ پر ضد د واکسین او معایناتو لپاره هم پیسې بیلې شوې.

او همدارنګه به د سیمه ایزو حکومتونو او د رسټورانټونو او هوایي شرکتونو په ګډون به د هغو کاروباریانو سره مرستې وشي چې د کرونا ویروس له وجې یې اقتصادي زیانونه لیدلي.

په لایحې کې د هغو امریکایانو سره د مالیې د کمولو غوښتنه شوې چې عاید یې لږ وي او یا ماشومان ولري. د وړو کاروبار لرونکو سره هم پکې مرسته شامله ده.

XS
SM
MD
LG