د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د پور لایحه شنبه لاسلیک کوم


جمهور رئیس جو بایډن وویل چې پدې لایحې سره د متحده ایالاتو د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوه.
جمهور رئیس جو بایډن وویل چې پدې لایحې سره د متحده ایالاتو د اقتصادي سقوط مخه ونیول شوه.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن جمعه جون ۲ (غبرګولي ۱۲) وویل هغه لایحه به د شنبې په ورځ لاسلیک کړي چې د متحده ایالاتو حکومت ته د پور اخیستو اندازه لوړوي.

د جو بایډن تر لاسلیک وروسته به دا لایحه په قانون بدله شي.

ښاغلي بایډن چې د سپینې ماڼۍ څخه یې ملت ته وینا کوله وویل چې دې لایحې د "مالي مکلفیتونو ادا کولو کې د پاتې راتلو ناوړه ګواښ له منځه یوړ چې د نړۍ ستر اقتصاد (متحده ایالات) ورسره مخ و".

د متحده ایالاتو جمهور رئیس زیاته کړه، "زه به یې سبا ته لاسلیک کړم".

هغه وویل، "د دې لایحې پرته تمه کیده چې دا هیواد د دوشنبې په ورځ د مالي مکلفیتونو ادا کولو کې پاتې راغلی وای او تر دې به بل ستر ناوړه عواقب لرونکی حالت نه وی".

دغه لایحه چې د کانګرس دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د سپنې ماڼۍ سره د جدي خبرو اترو په نتیجه کې د تر لاسه شوي جوړجاړي له کبله منظوره کړه، ښاغلي بایډن د خپل حکومت په دورې کې د دواړو ګوندونو "قانوني لاسته راوړنه" وبلله او زیاته یې کړه ، "یوازینۍ لار چې د متحده ایالاتو دموکراسي کار ورکولی شي، د جوړ جاړي او اجماع لار ده".

معمولاً د متحده ایالاتو جمهور رئیسان په سپینې ماڼۍ کې د (Oval Office) یا د جمهور رئیس د کاري دفتر څخه په هغه وخت کې ملت ته وینا کوي چې موضوع ډیره مهمه وي.

ښاغلي بایډن وویل، "هیڅوک هر څه چې غواړي نشي یې تر لاسه کولی خو د امریکا ولس هغه څه تر لاسه کړل چې غوښتل یې. مونږ د اقتصادي بحران او اقتصادي سقوط مخه ونیوله".

دا لایحه حکومت ته اجازه ورکوي چې د راتلونکو نهو میاشتو لپاره ډیرې پیسې په پور واخلي تر څو وکړی شي خپل مالي مکلفیتونه پر ځای کړي. د متحده ایالاتو د ملي پور اندزه په اوس وخت کې ۳۱.۹ ټریلون ډالره دی.

د امریکا د سنا مجلس پنجشنه جون اوله د پورونو په حد کې زیاتوالی په ۶۳ موافقو او ۳۶ مخالفو رایو سره تصویب کړ؛ داسې څرګندیږي چې یو سناتور دغه پلان ته رایه نده ورکړې.

د امریکا د استازو خونې دمخه د امریکا د پورونو د زیاتولو پلان تصویب کړی و. د متحده ایالاتو د کانګرس دا اقدام د امریکا حکومت ته ددې توان ورکوي چې خپل لګښتونه په خپل وخت تادیه کړي.

دا قانون نوی پولي حد نه ټاکي، خو د متحده ایالاتو حکومت ته دا واک ورکوي چې د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر دوهمې نیټې پورې یعنی د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو څخه دوه میاشتې وروسته پورې، پور واخلي.

د متحده ایالاتو د پور اخیستلو کچه په دوراني توګه لوړیږي ترڅو دمخه تصویب شوي او مصرف شوي پورونه ادا شي. خو دا ځل د امریکا د استازو په خونه کې جمهوري غوښتونکو ټینګار وکړ چې د پورونو د بیرته ورکولو لپاره باید د حکومت لګښتونه کم شي.

XS
SM
MD
LG