د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د شمالي کوریا اتومي برید به د دې هیواد د رژیم د پای سبب شي


Biden
Biden

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چارشنبه اپریل ۲۶ (غوایي۶) خبرداری ورکړ که شمالي کوریا د اتومي وسلې څخه کار واخلي، د عینې وسلې د ځواب سره به مخ شي او دا به د پیونګ یانګ د مشرتابه پای وي.

ښاغلي بایډن چې په سپیني ماڼۍ کې د جنوبي کوریا د جمهور رئیس یون سوک یول سره د ملاقات څخه وروسته یې په خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، " د شمالي کوریا لخوا په متحده ایالاتو یا په متحدینو یې د اتومي وسلې برید به د هغه رژیم د پای سبب شي چې دا ډول اقدام کوي"

دې دواړو مشرانو همدارنګه وویل که د شمالي کوریا "منزوي شوې او کمونسته دیکتاتوري" په جنوبي کوریا او متحده ایالاتو برید وکړي د "تبا کوونکي" ځواب سره به مخ شي.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس پدې هکله وویل، " د شمالي کوریا د اتومي برید په صورت کې واشنګټن او سیول ژمنه کړې چې د متحده ایالاتو د اتومي وسلو په ګډون به د اتحاد د ټولو ځواکونو څخه په ګټې اخیستو، چټک او پریکنده ځواب وایي".

خو ښاغلي یون زیاته کړه چې لومړیتوب یې دا دی چې په سیمې کې سوله د "قاطع برلاسي ځواک" له لاري تر لاسه کړي "نه دا چې د بل اړخ لپاره د ښه نیت لرلو پر اساس د سولې لپاره دوکه وخوړل شي".

سیول او واشنګټن پداسې حال کې د شمالي کوریا د ګواښ پر ضد د چمتوالي خبرې کوي چې پیونګ یانګ په بې سارې توګه د توغندیو آزمایښتونه ډیر کړي.

شمالي کوریا په ۲۰۲۲ کال کې ۹۰ توغندي وآزمایل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډیر توغندي نه و آزمایلي. شمالي کوریا تیر کال د نومبر د میاشتې په پیل کړې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.

شمالي کوریا په ۲۰۰۶ کال راپدیخوا شپږ ځله د اتومي وسلو آزمایښت کړی او امریکا او جنوبي کوریا دواړو خبرداری ورکړی چې دا هیواد د اتومي وسلو بل آزمایښت لپاره بشپړ چمتوالی لري.

ټاکل شوې چې د جنوبي کوریا جمهور رئیس د پنجشنبې په ورځ د کانګرس دواړو خونو ته وینا وکړي او د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د مرستیالې کاملا هریس او د بهرینو چارو د وزیر انټوني بلنکین سره به د غرمۍ ډوډۍ وخوري.

جنوبي کوریا همدرانګه موافقه وکړله چې د متحده ایالاتو د دې ژمنې په بدل کې چې په سیمې کې د خپلو اتومي وسلو حضور ډیروي، دا هیواد به هم د اتومي وسلو پروګردم تعقیب نه کاندي.

XS
SM
MD
LG