د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن وايي د اوکراین د وسلو د تقاضا په اړه به له زیلینسکي سره وغږېږي 


بایډن او زیلینسکي
بایډن او زیلینسکي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن سه شنبه جنوري ۳۱ (سلواغه ۱۱) وویل چې د روسیې په مقابل کې د اوکراین د نورو وسلو د غوښتنې او تقاضا په اړه به د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.

ښاغلي بایډن خبریالانو وته وویل چې په دې اړه به «موږ خبرې کوو»، خو دا یې ونه ویل چې کله او څنګه به خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د خپل لویدیځ له متحدینو څخه غواړي‌ چې د روسیې په مقابل جګړې کې ورته جنګي جټ الوتکې ورکړي. تېره ورځ له ولسمشر بایډن څخه پوښتنه وشوه چې اوکراین ته به اف-۱۶ جټ ورکړي که نه، هغه وویل: «نه.»

د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پارس ته تللی او تمه ده چې د فرانسې له مشرانو سره به په خبرو کې د جنګي جټ الوتکو غوښتنه وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د الوتکو ورکول رد کړي ‌نه دي ‌خو ځینې شرطونه یې اېښي‌ دي. هغه وویل چې «دا وسايل به د روسیې خاورې ته نه داخلېږي،»، باید«تاوتریخوالی زیات نکړي» او «د فرانسې د پوځ ظرفیت هم کمزوری» نکړي.

پولنډ هم ویلي چې اوکراین ته د اف-۱۶ جټ د ورکولو په اړه کوم رسمي‌ بحث نه دی شوی. خو صدراعظم ماتیو موراویسکي یې ویلي: «هر نوی هوايي ځواک به د ناټو هېوادونو سره په مشورې برابرېږي او ممکن [اوکراین ته] استول کېږي. موږ په پوره همکارۍ سره اقدام کوو.» پولنډ دا مهال ۴۸ امریکايي ډوله ۱۶-اف الوتکې لري.

تېره اونۍ جرمني او متحدو ایالتونو وویل چې اوکراین ته به خپل پرمختللي ټانګونه استوي. روسیې د دغو دواړو هېوادونو دا پرېکړه غندلې او ویلي وو چې دا ټانګونه به هم د نورو ټانګونو په څېر«وسوځول شي».

XS
SM
MD
LG