د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د مهاجرت په اړه د ټرمپ څو سختې پالیسې لغو کړې 


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د مهاجرت او سرحدي امنیت په هکله څو اجرایي فرمانونه لاس لیک کړل چې د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله د جلا شویو کورنیو یوځای کول په کې شامل دي.

ددغو اجرایي فرمانونو هدف چې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۴) ناوخته لاس لیک شول د مکسیکو سره د امریکا په جنوبي پوله د تیرو څلورو کلونو د سیاستونو بدلون ګڼل شوی دی.

ښاغلي بایډن ددغو فرمانونو د لاس لیک پر وخت خبریالانو ته وویل: "زه نوي قوانین نه جوړوم. زه بدې پالیسۍ له منځه وړم."

ښاغلي بایډن په دوو اونیو کې یواځې د مهاجرت په هکله نهه اجرایي فرمانونه لاس لیک کړي دي.

د جمهوري ریاست د پیل په لومړیو شیبو کې ښاغلي بایډن د امریکا او امریکا په پوله د ۱۶میلیارډ ډالرو په لګښت د دیوال جوړولو کار بند کړ او د مهاجرت پراخه لایحه یې د منظورۍ لپاره کانګرس ته واستوله.

یو اجرایي فرمان د یوې کاري ډلې د جوړولو لپاره دی چې هغه ۶۰۰ماشومان د خپلو کورنیو سره یوځای کړي چې په۲۰۱۷او ۲۰۱۸کلونو کې سره جلا شوي وو. ویل کیږي چې د امریکا لومړۍ میرمن جیل بایډن په دغو هڅو کې فعاله رول درلود.

په کره توګه معلومه نده چې څومره ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي؛ خو په محکمو کې د ثبت شویو مدارکو له مخې په تیرو څلورو کلونو کې شاوخوا ۵۵۰۰ماشومان له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

د ښاغلي بایډن د حکومت مقامات وایي: "د جمهور رئیس بایډن ستراتیژي پدې فرضیې متمرکزه ده چې زمونږ هیواد د مهاجرت په یو مصوون، منظم او بشري سیستم سره د مهاجرینو هرکلی کوي، کورنۍ سره یوځای کوي او خلکو ته – هم تازه راغلیو مهاجرینو او هم هغو ته چې د څو نسلونو راپدیخوا دلته اوسیږي - اجازه ورکوي چې په پراخه توګه زمونږ سره مرسته وکړي."

په مقابل کې د امریکا د مخکني حکومت د نوښتونو پلویان وایي چې د ښاغلي بایډن فرمانونه به د ګډوډۍ او بې قانونۍ سبب شي.

جمهور رئیس بایډن د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د تیر حکومت هغه پالیسي و ارزوي چې له مخې یې غیر مکسیکویي مهاجرین مکلف دي د محکمې تر نیټې پورې په مکسیکو کې پاته شي.

د پخواني حکومت دغه پالیسي ددې سبب شوې ده چې ۶۰زره مهاجر د مکسیکو په خطرناکو سرحدي ښارونو کې انتظار وباسي.بایډن دمخه پدغه پروګرام کې نوې نوم لیکنه بنده کړې ده خو دا یې نده مشخصه کړې چې په مکسیکو کې د منتظرو کسانو سره څه ډول چلند کول غواړي.

جمهور رئیس بایډن همداشان غواړي د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما د ادارې پروګرام بیرته راژوندی کړي چې له مخې یې د۱۸کالو لاندې ماشومانو ته اجازه ورکول کیږي چې په قانوني توګه د خپلو پلرونو او میندو سره د یوځای کیدو تقاضا وکړي چې په متحده ایالاتو کې اوسیږي.

د ښاغلي بایډن په امرونو کې د سیاسي پناه اخیستلو د سیستم اعاده کول هم شامل دي. جمهور رئیس ټرمپ پدې قانون کې اصلاحات راوړي وو او په امریکا کې یې د سیاسي پناه اخیستلو لپاره زمینه ډیره مشکله کړې وه.

خو ددې سره سره د مهاجرت په هکله د ښاغلي بایډن بدلونونه په محکمو کې د مختلفو ننګونو سره مخامخ شي. د هغه د جمهوري ریاست په لومړۍ اونۍ کې یو فدرال قاضي په موقتي توګه د ښاغلي بایډن فرمان رد کړ چې د ۱۰۰ورځو لپاره یې د مهاجرینو ایستل بند کړي وو.یواځې په تیرو دوو اونیو کې ۱۵تنه جمېکااو ۲۶۹تنه ګواتیمالا او هندوراس ته بیرته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG