د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن جنرال ایریک کوریلا د امریکا د مرکزي قومندانۍ د مشرۍ لپاره معرفي کړی


امریکایي چارواکي وایي جمهور رئیس جوبایډن ډګر جنرال اریک کوریلا چې د افغانستان او عراق په جګړه کې پراخه تجربه لري، په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ یا سنټ کام د مشرۍ لپاره کاندید کړی دی.

اسوشیټډ پرس د څو امریکایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې جمهور رئیس همدارنګه څلورو ستورو یا ستر جنرالۍ ته د جنرال کوریلا د رتبې د لوړیدو غوښتنه هم کړېده.

د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې په پیغام کې ویل شوي چې کوریلا یوازې د رتبي د لوړیدو لپاره نومول شوی او دا نده روښانه شوې چې د تائید په صورت کې به نوموړی کومه دنده پرغاړه واخلي.

خو د مرکزي قومندانۍ د مشرۍ لپاره د هغه د کاندیدو توقعات له څو میاشتو راهیسې کیدل. امریکایي مقاماتو د نوم د نه ښودلو په شرط دا پلان تائید کړی او ویلي دي دا خبر تر اوسه علني شوی ندی.

که د امریکا سنا مجلس جنرال کوریلا تائید کړي نوموړي به د جنرال فرانک مکنزي پر ځای کار پیل کړي. مکنزي د تیرو دریو کلونو راهیسې دا دنده پرمخ وړي او ټاکل شوېده له دې وروسته تقاعد شي.

جنرال کوریلا به په داسې حال کې کار پیل کړي چې پنټاګون هڅه کوي خپل تمرکز هندو پسفیک او د چین زیاتیدونکي ودې سره مقابلې ته واړوي او په اروپا کې د روسیې په وړاندې خپله دفاعي‌ وړتیا لوړه کړي چیرې چې مسکو د اوکراین پولې ته نږدې پوځیان ځای پرځای کړي او پر هغه هیواد د یرغل اندیښنې شته.

امریکا اوس له افغانستان څخه خپل ټول سرتیري ایستلي او په عراق کې یې خپل رول له جګړې څخه د هغه هیواد د پوځیانو ملاتړ او سلا مشورو ته اړولی دی.

خو پر چین او روسیې د ډیر تمرکز د کولو لپاره د امریکا ستراتیژي څو ځله د ایران له خوا له خنډ سره مخ شوېده او پنټاګون اړ شوی چې د منځني ختیځ په بیلابیلو برخو کې خپل یو شمیر پوځیان وساتي او له متحدینو سره قوي روابط جوړ کړي.

په وروستیو اوونیو کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو ملیشو په عراق او سوریه کې د ائتلافي او امریکایي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.

دغو ډلو په روښانه څرګنده کړې چې غواړي ټول امریکایي پوځیان له عراق څخه ووځي او ددې کار د ترسره کیدو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

کوریلا چې د مینسوټا ایالت دی اوسمهال په شمالي کارولینا کې د یوه قول اردو قومندان دی خو نوموړي له دې مخکې په مرکزي قومندانۍ کې د جنرال مکنزي تر قومندې لاندې هم کار کړی دی.

جنرال کوریلا په ۱۹۸۸ کال کې په نیویارک کې د امریکا د ویسټ پاینټ له پوځي آکاډمي څخه فارغ شوی او په افغانستان او عراق کې یې څو ځله خدمت کړی او د ځانګړو عملیاتونو د ځواکونو مشري یې کړی ده.

نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې د ماموریت پرمهال ټپي شوی هم دی.

XS
SM
MD
LG