د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ډرون برید؛ بخښنې نړیوال سازمان د قربانیانو تاوان غواړي 


د بخښنې نړیوال سازمان وايي باید د دغه برید په اړه نور تحقیقات هم وشي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي باید د دغه برید په اړه نور تحقیقات هم وشي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د امریکا له لوري په کابل په هوايي برید کې د «تېروتنې» منل لومړی ګام دی او باید نور تحقیقات وشي.

امریکایي چارواکي وايي دوی په کابل کې په هوايي برید کې د داعش جګړه ماران نه، بلکې «ولسي خلک وژلي» او دا یوه دردوونکې پېښه ده.

دا برید څه موده مخکې شوې وه او هغه وخت امریکایي چارواکو ویلي وو چې د داعش ډلې هغه موټر یې په نښه کړی چې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کړل شوی و.

د بخښنې د نړیوال سازمان ارشد سلاکار براین کاستنر په دې اړه وویل: «امریکا باید د دغې پېښې په اړه د شفافو او بي پرې پلټنو ژمنه وکړي.‌ هر چا چې جرم کړی وي، باید عادلانه محکمې وړاندې کړل شي.»

هغه په دغې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د قربانیانو کورنۍ ته باید د تحقیقاتو په اړه معلومات‌ او همدغه راز پوره تاوان ورکړل شي.

د بخښنې د نړیوال سازمان دغه غړي ویلي دي چې د امریکا پوځ د نړیوالو له تاکید او دقت وروسته په برید کې په «خپلې ناکامۍ» اعتراف وکړ.

هغه ادعا وکړه چې دا ډول ورته بریدونه په عراق، سوریه او سومالیا کې هم شوي ‌دي.

دا څرګندونې د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال فرنک مکنزي له خبرو وروسته کیږي. هغه د کابل دا هوايي برید «یوه غمجنه تیروتنه» بللې وه.

جنرال مکینزي تېره ورځ وویل: «زه اوس دامنم چې له بده مرغه په دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس ولسي خلک وژل شویدي. همدارنګه زمونږ ارزونه ښيي‌ چې موټر او وژل شویو کسانو د داعش د خراسان له ډلې سره تړاو نه درلود او امریکایې ځواکونو ته ورڅخه مستقیم ګواښ متوجه نه و.»

جنرال مکنزي د دغې تیروتنې له امله بښنه وغوښته او ویې ویل چې متحده ایالات د قربانیانو کورنۍ ته د تاوان په ورکولو باندې فکر کوي.

جنرال مکنزی وویل په دغه موټر وروسته له هغه برید وشو چې دوې ورڅخه د واقعي ګواښ احساس وکړ.

XS
SM
MD
LG