د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د امریکا ملت ته کلنۍ وینا کوي؛ د اوکراین او غزې جګړې د وینا مهم ټکي ګڼل کیږي


د امریکا په کانګرس کې ملت ته د ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۳ کال وینا
د امریکا په کانګرس کې ملت ته د ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۳ کال وینا

ملت ته د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې مارچ ۷ (کب ۱۷) له کلنۍ وینا وړاندې ویل کیږي چې نوموړی به د اوکراین او غزې پر جګړو د خبرو برسېره له دې موقع څخه ګټه پورته کړي څو وښيي چې د جمهوري ریاست دویمي دورې ته په فزیکي او رواني لحاظ چمتو دی.

د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې، ملت ته وینا، ولسمشر بایډن ته یو ساعت وخت ورکوي چې ولسمشرۍ ته د بیا رسیدو په هڅو وغږیږي او د اقتصاد، مهاجرت، د زېږون پر حقونو او اسرائیل او اوکراین ته د مرستو په شان پر هغو مسایلو تمرکز وکړي چې رایه ورکوونکو ته مهم دي.

دا د هر ولسمشر لپاره لوی موضوعات دي خو بایډن هم د هغه څه په اړه له مخالفت سره مخ دی چې بدلولای یې نشي.

د ایپسوس بنسټ مرستیال کریس جکسن وویل: "امریکایان د بایډن د عمر په اړه اندیښمن دي او دا چې نوموړی د بیا ټاکل کیدو هڅه کوي، زه فکر کوم دا یو مهمه ننګونه ده چې نوموړی باید ورڅخه بریالی تیر شي."

بایډن دا وخت د ۸۱ کلونو دی.

د سپیني ماڼۍ د ملي امنیت د اړیکو سلاکار جان کربي وویل: "نوموړی دې موقع ته ډیر سترګي پر لار دی چې د امریکا له خلکو، کانګرس او نړۍ سره د ټولو هغو پام وړ مسایلو په اړه ډیر روښانه وغږیږي، کوم چې نوموړي د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه په تیرو درې نیمو کلونو کې کړي دي."

د کربي په خبره، بایډن به له اقتصاد څخه نیولې بیا تر زده کړو او روغتیا، او دندو او همدارنګه په نړیواله کچه د امریکا د رهبرۍ د رول د بیرته احیا کولو په اړهخبرې وکړي.

شنونکي وایي چې بایډن به پر پالیسي وغږیږي خو قوت به د هغه په وینا او د مخاطبانو په غبرګون سره معلوم شي. د پوهنتون استاد جرمي سوري وايي، نوموړی د کانګرس له غړو سره په مخامخ کېدو خوند اخلي.

سوري وویل: "ملت ته به د هغه د وینا د پام وړ شیبه هغه وي چې کله نوموړی د جمهوري غوښتونکو له خوا د وینا پرمهال په بې ادبۍ ننګول کیږي او مختل کیږي. او نوموړی ډیر ژر په شوخۍ او کنایه امیزه شکل ځواب ورکړي."

د بهرنۍ پالیسۍ شنونکي اټکل کوي چې بایډن به د غزې په جګړه وغږیږي، هغوی وایي بایډن همدارنګه د هغو امریکایانو خپلوان هم مجلس ته رابللي چې د حماس له خوا برمته شوي وو.

د ویلسن څیړنیز مرکز غړې مریسا خرما وویل: "ملت ته تیره وینا یو څه پر کورنیو مسایلو متمرکزه وه. ښکاره ده چې بهرنۍ پالیسۍ کورني عناصر او تکمیل کوونکي برخې لري، په خاص ډول په منځني ختیځ کې جګړه. خو دا به په یقین سره چې د ولسمشر ډیر وخت ونیسي ځکه دا د خلکو په ذهنونو کې هم ده."

کریس جکسن وايي بل کس هم د رایه ورکوونکو په ذهن کې شته. د هغه په خبره: "د بایډن لپاره مهم کار دادی چې وښيي له ټرمپ څخه ټاکني ګټلی شي. دا واقعاً مهم څه دي چې نوموړی یې باید ښکاره کړي. ایا هغه د اقتصاد یا کډوالۍ او یا هم د نورو مسایلو په اړه ښه کار کوي؟"

بایډن د پنجشنبې په ماښام فرصت لري چې دې ته ځواب ووایي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG