د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د ملي بودیجې او اوکراین سره د مرستو په اړه د کانګرس مشرانو سره خبرې کوي


د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د کانګرس څلور لوړپوړي مشران سپینې ماڼۍ ته رابللي چې د دغه هېواد پر قانون جوړوونکو فشار راوړي چې د اوکراین او اسرائیل لپاره د بیړنۍ مرستې طرحه تصویب کړي او همدارنګه په راتلونکې میاشت کې د امریکا د حکومتي ادارو د تړل کیدو مخه ونیسي.

په رابلل شویو مشرانو کې د استازو جرګې جمهوري غوښتونکی رئیس مایک جانسن، ددغې جرګې د اقلیت دموکرات مشر حکیم جیفریز، په سنا مجلس کې د اکثریت دموکرات مشر چک شومر او د سنا د اقلیت جمهوري غوښتونکی مشر میچ مک کانیل شامل دي چې ټاکل شوې ده د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب ۸) له ولسمشر بایډن سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي، د نوم نه ښودلو په شرط وویل، په دې غونډې کې به د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو د هغې کڅوړې د "بیړني" تصویب په اړه خبرې وشي چې د دواړو ګوندونو ملاتړ لري. ددغه چارواکي په خبره، ولسمشر بایډن به له قانون جوړوونکو سره د داسې یوې قانوني لایحې د رامنځته کولو پر سر هم خبرې وکړي چې د امریکا د فدرالي حکومت ادارې د سپتمبر ترپایه له تړل کېدو وژغوري.

د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د استازو جرګه تر فشار لاندې ده چې د ملي امنیت دپاره د ۹۵ میلیارد ډالرو هغه بودیجه تصویب کړي چې د اوکراین، اسرائیل او هند - ارام سمندر لپاره ځانګړې شوې ده. د سنا مجلس د روانې میاشتې په پیل کې دا بودیجه تصویب کړه خو د استازو په خونې کې یې ددغې خونې رئیس مخه ونیوله.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د یکشنبې په ورځ د اې بي سي تلویزیون ته وویل: "دا داسې یوه بیلګه ده چې یو سړی کولی شي د تاریخ مسیر بدل کړي. که د استازو خونې رئیس جانسن دا لایحه د رایې اچونې دپاره وړاندې کړي، نو د اوکراین سره د مرستې بودیجه به د دواړو ګوندونو په پراخ ملاتړ تصویب شي."

سولیوان ټینګار وکړ چې اوکراینیان د روسیې د ځواکونو د مخنیوي لپاره وسلو او مهماتو ته اړتیا لري چې د استازو خونې رئیس ورته په شخصي خبرو کې څرګنده کړې ده چې "غواړي د اوکراین سره د مرستې د تصویب لپاره ملاتړ ترلاسه کړي."

د ملي امنیت ددې کڅوړې څخه جلا، د امریکا د حکومتي اداره د چلولو دپاره د بودیجې نېټه د جمعې په ورځ پای ته رسیږي. خو د دفاع، کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو په شمول د ځینو فدرالي ادارو بودیجه د مارچ په اتمه تمامیږي.

د سنا مجلس د اکثریت دموکرات مشر چک شومر د یکشنبې په ورځ خپلو ګوندي همکارانو ته په یو لیږل شوي لیک کې ویلي چې د فدرالي حکومت د ځینو ادارو د بودیجې د تصویب په اړه خبرې پای ته نه دي رسیدلي او د جمعې تر ورځې د ځینو ادارو د تړل کېدو امکان شته چې په دې کې د ترانسپورت، کور جوړونې او ښاري پراختیا او کرنې وزارتونه شامل دي.

شومر په دغه لیک کې ویلي: "په داسې حال کې چې موږ تمه درلوده چې د دې اونۍ په پیل کې د بودیجې لایجه ترتیب کړو ترڅو قانون جوړوونکي یې د بیاکتنې لپاره کافي وخت ولري، خو اوس داسې ښکاري چې د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي د خپل تصمیم څرګندولو لپاره نور وخت ته اړتیا لري." شومر په دې لیک کې د استازو جرګې د اکثریت پر مشر غږ کړی چې د حکومتي ادارو د تړل کېدو د مخنیوي په خاطر "د بودیجې د تصویب دپاره د خپل ګوند د سختدریځو په وړاندې ګام پورته کړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG