د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د حکومت کارکوونکو ته د کوویډ۱۹ضد واکسین کول جبري کیږي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نیت لري چې د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق کول د امریکا د فدرال حکومت ټولو کارکوونکو او قراردادیانو ته جبري کړي.

ددې موضوع څخه یوې خبرې سرچینې وویل چې ټاکل شوې ښاغلی بایډن د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۹ (وږي ۱۸) یو اجرائیوي فرمان لاس لیک کړي چې کروناویروس د واکسین کول د امریکا د فدرال حکومت په میلیونونو کارکوونکو او قراردادیانو ته اجباري کاندي.

ولسمشر بایډن د جولای په میاشت کې د فدرالي حکومت له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې واکسین وکړي که نه باید په منظمه توګه مربوطو فدرالي ادارو ته د کوویډ۱۹ د ازموینې منفي نتیجه وړاندې کړي او ماسک وتړي.

په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د دلتا بڼې خپریدل سبب شوي چې د امریکا حکومت دغه اقدام وکړي.

د امریکا د فدرال حکومت د بودجې او مدیریت د ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د هیواد د پوځ په کډون د فدرال حکومت د کارکوونکو شمیر ۴.۲ میلیون تنه و.

سرچینه همداشان وایي چې د واکسیناسیون د هڅو په ترڅ کې د دفاع وزارت، د متقاعدو پوځیانو د چارو وزارت، د بومي خلکو (انډیین) د روغتیایي خدماتو موسسه او ملي روغتیایي موسسه چې د کارکوونکو شمیر یې ۲.۵ میلیون تنو ته رسیږي د واکسین د تطبیق چارې یې په بشپړیدو دي.

د متقاعدو پوځیانو د چارو وزارت لومړنۍ فدرالي اداره وه چې خپلو کارکوونکو ته یې د کروناویروس ضد واکسین تطبیق کول جبري اعلان کړل.

د هغه وروسته د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن،​د اکست په ۲۵ (وږي ۳) د امریکا سرتیرو ته امر وکړ چې سمدستي واکسین وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې ښاغلی بایډن د پنجشنبې په ورځ په خپله وینا کې پدې موضوع تمرکز وکړي.

د امریکا د امراضو د کنترول او وقایي مرکز د معلوماتو له مخې متحده ایالات کې د ۵۳ فیصدو څخه زیات کسان په بشپړه توګه واکسین شوي دي.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې تر اوسه ۴۰ میلیون کسان په کروناویروس اخته شوي چې ددې جملې نه ۶۵۲ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG