د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې له خونړیو بریدونو وروسته بایډن بیا په تهاجمي‌ وسلو د بنديز غوښتنه وکړه ​​​​​​​


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

په داسې حال کې چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د متحدو ایالتونو په شمالي کالیفورنیا کې په دوو خونړیو بریدونو کې ۱۸ کسان ووژل شول، ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له کانګرس څخه وغوښتل چې د تهاجمي وسلو د بندولو په اړه عاجل اقدام وکړي

یوې ډلې سناتورانو تېره ورځ د فدرال د «تهاجي وسلو بندیز» لایحه یو ځل بیا وړاندې کړه. د دغې لایحي په اساس په امریکا کې د وسلو پېرېدلو قانوني سن ۲۱ کاله ټاکل شوی دی.

جو بایډن نن سه شنبه جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه)په یوې اعلامیې کې وویل: «پوهېږو چې په امریکا کې د وسلو د خشونت مصیبت قوي اقدام ته ضرورت لري. زه یو ځل بیا د کانګرس په دواړو خونو [استازو خونه او سنا] باندې ټېنګار کوم چې عاجل اقدام وکړي او د تهاجمي وسلو بندیز [لایحه] دې زما تر میز را ورسوي، او په امریکا کې دې د ټولنو، ښوونځیو، کارځایونو او کورونو د مصونیت لپاره لاس په کار شي.»

ولسمشر بایډن دا اعلامیه په شمالي کالیفورنیا کې له وسله والو بریدونو وروسته خپره کړه چې شاوخوا ۱۸ تنه په کې وژل شوي دي.

په امریکا کې په تهاجمي وسلو باندې د بندیز د قانون نېټه په ۲۰۰۴ کال کې پای ته ورسېده او له یو لړ وسله والو او خونړیو بریدونو سره سره بیا هم د متحدو ایالتونو کانګرس د دغه قانون په بیا تمدېد کولو کې پاتې راغلی دی.

فرانس پرس وايي چې د جمهوریت غوښتونکو اکثریت غړي د دغه قانون د تمدید کولو مخالف دي. د دوی استدلال دا دی چې د امریکا اساسي قانون امریکایانو ته د وسلو لرلو حق ورکړی او باید دا حق ترې وانخیستل شي.

خو دموکرات استازي او د وسلو مخالفان وايي چې باید د وسلو اخیستلو قانوني‌ سن ۲۱ کاله وټاکل شي او د وسلو اخیستونکو جرمي سابقه دې هم وپلټل شي چې ډاډ ترلاسه شي وسله د نا سمو خلکو لاس ته ورنشي.

تازه وسله وال بریدونه

په امریکا کې د وسله والو برید په تازه پېښه کې تېره ورځ شمالي کالیفورنیا کې اوه تنه وژل شوي دي. چارواکي وايي چې ډزې د سانفرانسیسکو په «هالف مون بای» کې شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر سان ماتیو وویل چې مشکوک بریدګر چونلي ژاو نومېږي، ۶۷ کاله عمر لري او د پېښې په ځای کې یې دنده لرله. چارواکي وايي بریدګر خپله د پولیسو یوې حوزې ته تللی و چې ځان وسپاري چې بیا ونیول شو. د هغه په موټر کې یو ټوپک هم موندل شوی دی.

پولیس وايي چې مشکوک کس په تحقیقاتو کې له پولیسو سره مرسته کوي خو د برید انګیزه یې لا معلومه نه ده.

تر دغې پېښې مخکې د یکشنبې په ورځ د همدغه ایالت لاس انجلس ته نژدې د «مونټېري پارک» کې د قمري کال د جشن په نمانځونکو ډزې وشوې او ۱۱ کسان په کې ووژل شو. بریدګر وروسته په موټر کې مړ موندل شوی چې ممکن ځان یې وژلی و. برید په هغه ځای کې شوی چې اکثریت یې د جنوبي اسیا اتباع (چینایان) وو. پولیس وايي د بریدګر او برید د انګیزې په اړه معلومات ټولوي.

د وسلو له کبله د خشونت د پېښو ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس تېرکال په متحدو ایالتونو کې ۶۴۷ وسله وال بریدونه شوي چې په هره پېښه کې څلور یا تر څلور ډېر کسان وېشتل شوي او یا وژل شوي دي.

د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې د وسلو سره د تړلیو پېښو له کبله ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې نیمایي یې د ځان وژنې پېښې وې.

د فرانس پرس د راپور په اساس په امریکا کې په هرو دریو بالغو کسانو کې یې یو وسله لري او په هرو دوو بالغو کسانو کې یې یو په داسې کور کې ژوند کوي چې وسله په کې شته.

XS
SM
MD
LG