د لاس رسي وړ اتصالات

د کالیفورنیا د خونړي برید د مړو شمېر ۱۱ ته ورسېد، پولیس د برید انګیزه لټوي


برید د نوي قمري کال د نمانځنې په مراسمو شوی
برید د نوي قمري کال د نمانځنې په مراسمو شوی

د امریکا د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا د لاس انجلس د ښار پولیس وايي‌ چې د یکشنبې د ورځې جنوري ۲۲ (سلواغه دویمه) د برید د انګیزې او د بریدګر په اړه د نورو معلوماتو د موندلو هڅې کوي.

په سیمه کې ډاکټران وايي چې په دغه برید کې یو بل ژوبل شوی کس هم په روغتون کې مړ شوی او په دې سره د برید د قربانیانو شمېر ۱۱ ته ورسېده.

بریدګر لاس انجلس ته نژدې د «مونټېري پارک» کې د قمري کال د جشن په نمانځونکو، چې اکثریت یې د جنوبي اسیا امریکايي اتباع (چینایان) وو، ډزې وکړې او یو شمېر نور کسان یې ژوبل هم کړل.

بریدګر چې ۷۲ کلن و، هو کن تران نومېده او له برید وروسته په موټر کې مړ موندل شوی دی، پولیس وايي دی هم زخمي شوی و او ممکن ځان یې وژلی وي.

په لاس انجلس کې د پولیسو ویاند الن ریاس اسوشیتډپرس ته وویل چې بریدګر روانه میاشت د لاس انجلس اړوندې سیمې «هیمیت» کې دوه ځلې پولیسو ته ورغلي‌ وو او ادعا یې کړې وه چې ۱۰- ۲۰ کاله مخکې د کورنۍ غړیو ورسره خیانت کړی، لوټلی یې دی او زهر یې ورکړي ‌دي.

نوموړي ویلي وو چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره به پولیسو ته شواهد او اسناد سپاري،‌ خو بیا رانغی.

د بریدګر مخکنۍ مېرمنې د سي‌ ان ان خبري شبکې ته ویلي‌ دي چې له هغه سره په هماغه نڅا کلب کې اشنا شوه چې ده پرې برید کړی، وايي تران ورته وړیا نڅا زده کوله.

وژل شوي کسان څوک دي؟

د لاس انجلس پولیسو د وژل شویو کسانو هویت هم افشا کړی دی چې یو یې تقریبآ ۶۰ کلن ښودل شوی.

په وژل شویو کسانو کې دوې ښځې می نهان او لیلیان لي چې ۶۵ کلنه او ۶۳ کلنې وې، هم شاملې دي. دوې نورې وژل شوې هم شاوخوا ۶۰ کلنې وې.

په پنځو وژل شویو نارینوو کې بیا درې ۷۰ کلنۍ او دوه نور یې ۶۰ کلنۍ کې وو.

پولیسو د یولسم مړ شوي کس هویت اعلان کړی نه دی او د بریدګر په اړه هم کم معلومات ورکړي دي.

د لاس انجلس یوې محکمې ویلي‌ دي چې تران په ۲۰۰۱ کې واده وکړ او پنځه کاله وروسته د ځینو اختلافاتو له خپلې مېرمنې څخه جلا شو. دوی ماشومان او کوم جایداد او ملکیت نه درلودل.

پولیس وايي هڅه کوي چې د بریدګر په اړه معلومات او د برېد اصلي‌ انګیزه معلومه کړي.

په متحدو ایالتونو کې د وسلو لرل یو لوی بحث دی او لویه ستونزه بلل کېږي. د وسلو له کبله د خشونت د پېښو ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس تېرکال په متحدو ایالتونو کې ۶۴۷ وسله وال بریدونه شوي چې په هره پېښه کې څلور یا تر څلور ډېر کسان وېشتل شوي او یا وژل شوي دي.

د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې د وسلو سره د تړلیو پېښو له کبله ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې نیمایي یې د ځان وژنې پېښې وې.

د فرانس پرس د راپور په اساس په امریکا کې په هرو دریو بالغو کسانو کې یې یو وسله لري او په هرو دوو بالغو کسانو کې یې یو په داسې کور کې ژوند کوي چې وسله په کې شته.

XS
SM
MD
LG