د لاس رسي وړ اتصالات

رووف د طالبانو له بند تر ازادیدو وروسته: هیله لرم یوه ورځ بېرته افغانستان ته ستون شوم


طالبانو صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل د ډسمبر په میاشت کې نیولي وو
طالبانو صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل د ډسمبر په میاشت کې نیولي وو

امریکايي تبعه صفي الله رووف، چې د طالبانو سره له ۱۰۵ ورځې بند تېرولو وروسته تازه خوشي شوی دی، امریکا غږ ته وویل چې هیله لري چې یوه ورځ بېرته افغانستان ته ستون شي.

صفي الله رووف امریکايي تابعیت لري او ورور یې خلیل انیس بیا د امریکا دایمي اقامه او د بریتانیا تابعیت لري.

سپینه ماڼۍ وايي‌ چې ولسمشر بایډن د پنجشنبې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) له هغو دوو وروڼو سره په تیلیفون کې خبرې وکړې چې تازه په افغانستان کې د طالبانو له بند څخه خوشي شوي‌ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ وویل چې طالبانو امریکايي‌ تبعه صفي الله رووف او د هغه ورور انیس خلیل، چې د امریکا دایمي اقامه لري، له بند څخه شوي کړي دي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ښاغلي‌ بایډن له خپلو کورنیو سره د دغو وروڼو د بیا یو ځاې کېدو له کبله خوښي څرګنده کړې ده.

د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي: «ولسمشر صفي الله او انیس ته ښه راغلاست ووایه او د ټولو هغو کسانو هلې ځلې یې وستایلې چې د هغوی د خوندي خوشې کېدو لپاره یې کړې وې.»

صفي الله رووف امریکا غږ ته وویل چې له ښاغلي بایډن څخه د تیلیفوني خبرو له کبله منندوی دی. هغه زیاته کړه: «ډېر د ویاړ ځای دی چې د ولسمشر له لوري راته تیلیفون شوی دی.»

نوموړي هیله وښوده چې د ښاغلي بایډن له میرمنې جیل بایډن سره هم وویني، وایي هغه یې په کالج کې د انګلیسي ژبې استاده وه. ښاغلي رووف همدغه راز هیله وښوده چې یوه ورځ بېرته افغانستان ته ولاړ شي او د دپلوماسۍ له لارې خدمت وکړي.

د راپورونو له مخې دوی دواړو وروڼو په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره بشري مرستې کولې چې طالبانو د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې ونیول او ۱۰۵ ورځې یې په بند کې وساتل.

طالبانو لا نه دي ویلي چې دغه امریکايي تبعه او ورور یې ولې نیولي وو خو سپینې ماڼۍ ویلي‌ دي چې هغوی«په ناحقه توقیف شوي» وو.

طالبانو د دغو وروڼو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده چې دوی څنګه او په کومو شرایطو خوشي شوي دي. انیس خلیل د برتیانیا تابعیت هم لري.

صفي الله رووف او انیس خلیل یوازیني کسان نه دي چې طالبانو نیولي او بندیان کړي‌ دي. تر دې مخکې یې د ځینو نورو بهرنیانو په ګډون لسګونه افغانان هم نیولي او له څو ورځني توقیف او بند څخه یې وروسته ځینې بېرته خوشي.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ځینې کسان د اسنادو د نه لرلو د ادعا اساس او ځینې نور بیا د هغوی د رژیم په ضد د اعتراض له کبله نیولي دي.

په نیول شویو کسانو د عظیم عظیمي په نوم هغه افغان فعال هم شامل دی چې غوښتل یې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت د مشاور موید یوسف د راتګ په ضد مظاهره وکړي. په ټولنیزو رسنیو کې ځينو فعالانو د هغه د پرېښودو لپاره کمپاین هم پی کړی خو څه باندې دوې میاشتې کېږي چې لا هم هغه د طالبانو په توقیف کې دي او کورنۍ یې وايي‌ برخلیک یې معلوم نه دی.

XS
SM
MD
LG