د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په پارلمان کې د مقتدی الصدر د بلاک ټولو وکیلانو دنده پریښوده


د عراق د پارلمان لس ګونو غړیو یکشنبه جون ۱۲ (غبرګولي۲۲) په هیواد کې په ټپه ولاړ سیاسي وضعیت باندې د اعتراض په توګه خپله دنده پریښوده او د پارلمان مشر د هغوي استعفا ومنله.

د پارلمان دا ۷۳ وکیلان چې په ډله ایزه توګه یې دنده پریښې، د شعیه مذهبي مشر مقتدی الصدر د بلاک غړي دي او د هغه په غوښتنه یې دا کار کړی.

د پارلمان مشر محمد حلبوسي ویلي چې په زړه نا زړه توګه یې د الصدر د هیلو پر بنسټ دا پریکړه وروسته تر هغه وکړله چې د صدر لخوا د دې اقدام نه کولو لپاره یې ریښتینې هلې ځلې وکړلې خو زیاتوي چې د "هیواد او ولس لپاره یې دا پریکړه وکړله".

سره لدې چې لا معلومه نده د عراق د پارلمان تر ټولو د ستر بلاک د غړیو دنده پریښودل به څه اغیزه ولري خو یو سابقه دار عراقي سیاستوال اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي په هیواد کې د ګډوډۍ سبب به شي.

د عراق د قوانینو له مخې که چیرته د پارلمان یوه څوکۍ تشیږي، هغه کاندید چې پخپلې انتخاباتي حوزې کې یې دویم مقام ګټلی وي، پارلمان ته لار پیدا کوي.

د صدر د دې پریکړې ګټه په پارلمان کې د همغږۍ کاري چوکاټ په نامه ائتلاف ته رسیږي چې مشري یې هغه شعیه ګوندونو او متحدینو ته رسیږي چې ایران یې تر شا ولاړ دی خو ښایي چې ښاغلی صدر به یې ونه مني.

خپلواک مشر مقتدی صدر چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکایي ځواکونو په خلاف د یاغیانو مشري کوله
خپلواک مشر مقتدی صدر چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکایي ځواکونو په خلاف د یاغیانو مشري کوله

خپلواک مشر مقتدی صدر چې په ۲۰۰۳ کال کې امریکایي ځواکونو په خلاف د یاغیانو مشري کوله، تیر کال د اکټوبر په میاشت کې په انتخاباتو کې ګټونکي شي او د پارلمان د ۳۲۹ څوکیو څخه یې ۷۳ وګټلې.

دا عمومي انتخابات په هیواد کې د پراخ فساد، کمزورو عامه خدماتو او بې روزګارۍ پر ضد د پراخو مظاهرو څخه وروسته چې لس ګونو زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه، د ټاکلې نیټې څخه وړاندې وشول.

په انتخاباتو کې دا بری ایران له ملاتړ برخمنو شعیه ډلو ته یوه ضربه وه ځکه چې هغوي په دریو کې دوه څوکۍ وبایللې خو لا یې هم د انتخاباتو نتیجه نده منلې.

سره لدې چې د انتخاباتو څخه اته میاشتې تیرې شوې خو ښاغلی صدر پدې ونه توانید چې پارلمان کې په کافي اندازه وکیلان راټول او د نوي جمهور رئیس د ټاکلو لپاره په دریو کې دوه اکثریت تر لاسه کړي.

په عراق کې د نوي صدراعظم او کابینې د ټاکلو لپاره دا شرط دی چې باید لومړی جمهور رئیس وټاکل شي. سره لدې چې ښاغلي صدر او متحدینو یې قوي د دې اقدام لپاره قوي هوډ درلود، خو هغوي د دې کار په کولو کې پاتې راغلل.

په عراق کې وار د مخه د خلکو سره داسې اندیښنې دي چې د صدر پلویان به لارو کوڅو ته راووځي او د شعیه ملیشو سره به د تشدد په پیښو کې ښکیل شي.

XS
SM
MD
LG