د لاس رسي وړ اتصالات

بلاول بهټو: داوړ او وزیر دې پارلمان ته حاضر کړل شي


د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفه پیپلز گوند مشر بلاول بهټو د پاکستان د عمومي اسمبلۍ د رئیس اسد قیصر نه یو ځلې بیا خواست کړیدی چې د پارلمان بندي شوي غړي محسن داوړ او علي وزیر دې پارلمان ته حاضر کړل شي.

د بلاول بهټو په وینا دا د پارلمان د منتخب غړو حق دی چې اسمبلۍ ته حاضر کړل شي چې د بودیجې د لایحې د منظوریدو په رایگیرۍ کې برخه واخلي.

د ډان ورځپاڼه د بلاول بهټو له قوله لیکي: "سبا چې پکار ده د پارلمان ټول غړي حاضر وي، دا ضروري ده چې د شمالي او جنوبي وزیرستان استاځي محسن داوړ او علي وزیر هم دلته موجود وي. که چیرته د هغوي د حاضرولو امر ور نکړل شو نو دا به د بودیجې د منظورلو پر لړ کې درغلي وي."

د بلاول د دغې غوښتنې په ځواب کې د عمومي اسمبلۍ رئیس وویل چې هغه به د قانون د وزیر سره سلا وکړي. بلاول هغه ته وویل چې د اسمبلۍ رئیس دا واک لري چې په خپله دا پریکړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د بلاول پلار اصف علي زرداري او د مسلم لیگ نون یو مشر خواجه اصف چې دا وخت په توقیف کې دي، د عمومي اسمبلۍ د رئیس په غوښتنه اسمبلۍ ته راوستل شویدي.

محسن داوړ او علي وزیر محاکمه جریان لري او هغوي به د جولایي په نهمه نیټه یو ځلې بیا محکمې ته وړاندی شي.

په پیښور کې د قانوني چارو کارپوه او د پي ټي ایم د مشرانو وکیل سنگین خان امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان د اساسي قانون مطابق دغه د هغه خلکو چې محسن داوړ او علي وزیر یې منتخب کړیدي، حق دی چې خپل استازي د قانون جوړولو په هدف په اسمبلۍ کې ولري.

سنگین خان وویل چې د محسن داوړ او علي وزیر د راوستلو امر نه ورکول یو غیرقانوني کار دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG