د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن روغتون کې بستر شوی 


د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن
د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن

د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر بل کلنټن د سه شنبې له ورځې راهېسې د درملنې لپاره په روغتون کې بستر شوی.

د ښاغلي کلنټن ویاند انجل اورینا په ټویټر کې لیکلي دي چې هغه د «کرونا ویروس» له کبله نه، بلکې د یوې بلې ناروغۍ له کبله بستر شوی دی.

انجل لیکلي : «هغه مخ په ښه کېدو دی، روحیه یې لوړه ده او د ښې درملنې له کبله د خپلو ټولو ډاکټرانو، نرسانو او د روغتون د کارکوونکو منندوی دی.»

سي ان ان د پخواني جمهور رئیس د ډاکټرانو له قوله لیکلي دي چې ښاغلي کلنټن له هغه وروسته روغتون ته ولاړ چې د ستړیا احساس یې وکړ. وايي ډاکټرانو د هغه د لابراتواري معایناتو په مهال د هغه په وینو کې یو ډول عفونت ومونده چې ښايي د بولو/متیازو د لارې د عفونت له کبله وي.

بل کلنټن د کالفورنیا پوهنتون د اروین په صحي مرکز کې بستر دی.

د نوموړي ډاکټرانو ویلي دي چې هغه د ښه مراقبت لپاره روغتون ته انتقال شوی دی.

د ښاغلي کلنټن د ډاکټرانو په یوې اعلامې کې ویل شوي دي: «هغه د دوامدارې څارنې لپاره په روغتون کې دی. له دوو ورځو درملنې وروسته د هغه د سپنې وینې حجرې ټېټې شوې او انټي بیاټیک ته یې عکس العمل ښه دی. هیله لرو چې ژر یې کور ته انتقال کړو.»

بل کنلټن ۷۵ کلن دی. هغه له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر و. هغه په تېرو وخت کې هم ځینې روغتیایي ستونزې لرلې.

XS
SM
MD
LG