د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما، بوش او کلنټن له نویو افغان مهاجرو سره مرسته کوي 


د امریکا د متحدو ایالتونو درې پخواني ولسمشران اوباما، بش او کلنټن
د امریکا د متحدو ایالتونو درې پخواني ولسمشران اوباما، بش او کلنټن

د امریکا د متحدو ایالتونو درې پخواني ولسمشران بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او بل کلنټن له یو نوي‌ ایتلاف سره یو ځای شوي چې امریکا ته تازه راغلیو افغانانو د مېشت کولو لپاره کار کوي.

متحدو ایالتونو ته ښه راغلاست، «Welcome.US» د افغان مهاجرو د حمایت د نوي ایتلاف نوم دی.

د امریکا دغه درې پخواني ولسمشران او مېرمنې به یې له دغه ایتلاف سره ګډ کار کوي، چې د بشري حقونو ډلې، امریکايي سوداګر او نور مشران هم په کې شامل دي،‌ او نن سه شنبه سپتمبر ۱۴ (وږي۲۳) کار پیلوي.

پخواني ولسمشر جورج بوش او مېرمن یې په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «زرګونه افغانان د سنګر په لومړۍ کرښه کې له موږ سره ودرېدل چې نړۍ لا مصئونه وي او هغوی اوس زموږ مرستو ته اړتیا لري. موږ «متحدو ایالتونو ته ښه راغلاست» له ایتلاف څخه په خپل حمایت او افغان کورنیو لپاره چې ځای په ځای کېږي‌ او نوی ژوند پیلوي، په خپل کار ویاړو.»

تر دې دمه د مایکرو سافټ شرکت، د کافي جوړولو مشهور شرکت سټاربکس، سي وي اس او ایر بي ان بي په ګډون ۲۸۰بېلابېلو ډلو او افرادو د دغه ایتلاف ملاتړ کړی دی.

د دې تر څنګ، د امریکا د متحدو ایالتونو یو شمېر برحاله او پخوانیو والیانو او ښاروالانو هم د دغه ایتلاف ننګه کړې ده.

د امریکا حکومت هلې ځلې کوی چې شاوخوا ۵۰زره نوي افغان مهاجر په نظامي کمپونو کې ځای په ځای کړي او ډېر نور مهاجر په یو شمېر نورو مرکزونو کې مېشت دي چې د اسنادونو کارونه یې​ خلاص شي.

امریکايي چارواکي وایي د اګست په ورستیو دوو اونیو کې یې له افغانستان څخه ۱۲۴۰۰۰کسان اېستلي دي‌ چې اکثریت یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، خبریالان، د بوشري‌ حقونو فعالان او د نړیوالو ادارو کارکوونکي دي.

XS
SM
MD
LG