د لاس رسي وړ اتصالات

 د اماراتو او عمان ترمنځ د درې میلیارد ډالرو په ارزښت د ریل پټلۍ پرانیستل کېږي- چارواکي


تصویر د دغې پروژې نه دی
تصویر د دغې پروژې نه دی

په عمان کې چارواکي وايي د دریو میلیارد ډالرو په ارزښت د اماراتو او عمان ترمنځ د اورګاډي/ریل يوه پټلۍ پرانیستل کېږي چې دواړه هېوادونه به سره نښلوي.

چارواکي وايي دا پټلۍ ۳۰۳ کیلیو میتره اوږده ده چې د عمان د صحار سرحد د متحدو عربو اماراتو له مرکز ابوظبۍ سره نښلوي. د مقاماتو په وینا په دغې لیکې کې به اورګاډي په یو ساعت کې ۲۰۰ کیلومیترو واټن وهي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د متحدو عربو اماراتو ولسمشر محمد بن زاید د عمان مرکز مسقط ته د سفر په مهال د عمان د اورګاډي او متحدو عربو اماراتو د اورګاډي اتحاد د ادارو ترمنځ په دې پروژې باندې توافق شوی دی.

د عمان د اورګاډو د ادارې اجرايي مشر عبدالرحمن سالم الحاتمي وايي چې دا پروژه به «لویې ستراتیژیکې اقتصادي او ټولنیزې ګټې» ولري.

د دغې پروژې د تکمیل نېټه په ډاګه شوې نه ده. دا پروژه داسې مال اعلانېږي چې د «خلیج همکارۍ شورا» د شپږو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي یوه بله ګډه پروژه، چې په ۲۰۰۴ کې تصویب شوې وه، لا هم ځنډېدلې ده.

د دغې نوې پروژې په تکمیل کېدو سره به د متحدو عربو اماراتو اورګاډي به د اماراتو اووه ښارونو او سعودي عربستان او عمان سرحدونو ته، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کیلو میتر کېږي، تګ راتګ وکړای شي.

XS
SM
MD
LG