د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د کمیابو مرغیو د ښکار په اړه اندیښنې


د ژویو او چاپیریال ساتنې د ادارې فعالانو په بامیان کې د مرغانو او په ځانګړې توګه د بازانو د ښکار په اړه انديښنه څرګنده کړې.

خینې ښکاریان وایي چې د خم په دښتې کې هره ورځ لسګونه کسان لیدل کیږي چې دغو مرغانو ته یې دام ایښی وي. د چارواکو په وینا ښکاریان دا مرغان له نیولو وروسته په پاکستاني قاچاقبرو له ۵۰ زرو کلدراو نیولې تر۲۰۰زره کلدارو پورې پلوري.

د چاپیریال ساتنې فعالان په دې باور دي چې د ښکار د مخنیوي د قانون نشتوالی ددې لامل شوی چې دا مرغان ښکار کیږي او دا ښکار همداسې روان دی.

د افغانستان د ولسمشر د فرمان په اساس په ټول هیواد کې د کمیابو مرغانو ښکار منع دی خو هر کال ښکاریان د مني په موسم کې د دغو مرغانو ښکار کوي او په قاچاقبرانو یې خرڅوي.

د بامیان ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد صادق مرادي وایي چې پولیسو په تیرو څو کلونو کې دغه ډول ښکاریان نیولي او ښکار شوې باښې یې بیرته خوشې کړي دي.

جنرال مرادي زیاتوي چې”اوس مهال په بامیان کې ښکار نشته او دغه سیمه له ښکاریانو پاکه شوې ده. هغه زیاتوي چې مونږ په دې برخه کې ډیر جدي یو او اوس مهال په بامیان کې د بازانو او باښو ښکار نه کیږي. “

د بامیان د چاپیریال ساتنې ریاست له دې مخکې هم په څو وارې د کمیابو مرغانو، هوسۍ او لیوانو د ښکار په اړه خپله اندیښنه شریکه کړې وه.

XS
SM
MD
LG