د لاس رسي وړ اتصالات

قرغیزستان کې ناوې تښتونه؛ د یوې ځوانې نجلۍ مړینه


په سلګونو کسان نن د اپریل په اتمه (وري ۱۹) وروسته له هغې د بشکیک ښار لارو کوڅو ته ووتل چې د یوې تښتول شوې نجلۍ مړی له ښار نه بهر وموندل شو. مظاهره کوونکي د کورنیو چارو د وزیر او د پولیسو د مشرانو ګوښه کیدل غواړي.

د قرغیزیانو ترمنځ ناوې تښتونې له ډیر پخوا وخت راهیسې رواج دي. ځوان نارینه ځوانې نجونې تښتوي او بیا ورسره واده کوي.

د بشکیک ښار پولیسو وویل چې ۲۷کلنې ازاده کاناتیبکووا مړی له تښتونې څخه دوه ورځې وروسته موندل شوی دی. د امنیتي کمرو ویدیوګانې ښیي چې درې نارینو ازاده یرغمل کړې ده.

د یو یرغمل کوونکي مړی چې ګمان کیږي قاتل به هم وي موندل شوی دی چې د پولیسو په باور داسې ښکاري چې ځان یې وژلی دی.

پولیس تر اوسه توانیدلي چې یو یرغمل کوونکی ونیسي.

پدې هیواد کې د ځوانو نجونو تښتول او هغوی سره واده کول د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې هم تر یوه حده موجود و خو د ۱۹۹۱کال وروسته چې قرغیزستان خپله ازادي واخیستله دا دود زیات شوی دی.

هغه نجونې او کورنۍ چې ددغو تښتونو څخه ژغورل کیږي، د ګواښونو او د فرهنګي بدنامۍ له وجې شکایت نه کوي.

د قرغیزستان جمهور رئیس صادر جپاروف، د ازاده مړینه د خپګان وړ ګڼلې او ویلي یې دي چې دا باید ددې هیواد په تاریخ کې د ناوې تښتنونې وروستۍ قضیه وي.

په بشکیک کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر د معلوماتو له مخې په هرو پنځو ودونو کې یو یې وروسته له یرغمل کیدنې ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG