د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې په چاودنې کې ۱۲ تنه وژل شوي


د پاکستان د کراچۍ په ښار کې مقامات وایي په یوه چاودنه کې چې ښایي د ګازو له کبله شوې وي ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددې ښار د پولیسو یو مقام شارجیل خارل، خبریالانو ته وویل چې لا هم د وژل شویو او ټپي شویو کسانو کره شمیره نده څرګنده.

مقاماتو ویلي چې دغه چاودنه د حبیب بانک په یوه ساحوي څانګه کې شوې ده. حبیب بانک د پاکستان د سترو بانکونو څخه دی.

د پولیسو یو سیمه ییز مقام سرفراز نواز، وویل چې ددې چاودنې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

دغې چاودنې زیات مالي تاوان هم اړولی دی.

ددغه بانک ودانۍ د فاضله اوبو د یو کانال پر سر جوړه شوې وه او پدې ښار کې لښتي او د فاضله موادو بلولونه اکثر پوښل کیږي چې موټرو ته پارکینګ برابر شي.

مقامات وایي دغه ډول اقدامات غیرقانوني دي او په اکثرو مواردو کې پدغو ځایونو کې ګاز راټولیږي او په پای کې چاودنه رامنځته کوي.

XS
SM
MD
LG