د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د کلیو او پراختیا وزارت کار کوونکو د عملې پر موټر چاودنه شوې


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د پنځمي امنیتي حوزې اړوند مربوطاتو کې د چاودنې له امله اته کسان ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یاد خبر په تائید سره امریکاغږ ته وویل چې دغه چاودنه نن چهارشنبه سهار نومبر دوهمه (لړم ۱۱) د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې د کلیو او پراختیا وزارت د کار کوونکو پر کاسټر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: "د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند کارته مامورین سیمه کې د کلیو او پراختيا وزارت کارکوونکو پر یو کاستر ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې؛ چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس پۀ کې له بده مرغه ۸ تنه ټپيان شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې د پيښې ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته انتقال شوي او په خبره د پېښې سیمه د امنیتي کسانو لخوا تر کنټرو لاندې نیول شوې ده.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ اکتوبر ۲۸مه (لړم ۶مه) د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د شیخ روحاني په جومات تر لمانځه وروسته چاودنې له امله اووه کسان ټپیان شوي و.

د یادونې وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په هرات ولایت هم د طالبانو حکومت د " ۲۰۷ الفاروق قول اردو " د روغتیايي کارکوونکو پر موټر د ناپیژاندو وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي و.

دا برید هم د هرات ښار " لومړي نمبر" ساحه کې په څلورمه ناحیه کې شوی و او د پیښې ټول قربانیان د طالبانو د قول اردو کارکوونکي و.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون هرات، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر موټرو او پوستو د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې هم د طالبانو د " ۲۰۹ الفتح" قول اردو په یو موټر باندې چاودنه شوې وه، چې په کې څو تنه مړه او ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG