د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د طالبانو د قول اردو پر موټر چاودنې کې ۵تنه وژل شوي


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، چې د هرات په ولایت کې د " ۲۰۷ الفاروق قول اردو " د روغتیايي کارکوونکو پر موټر د ناپیژاندو وسله والو په برید کې پنځه تنه وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه د پنجشنبې د ورځې سهار اکتوبر ۲۷ ( لړم پنځم) د هرات ښار د " پل خیمه‌دوزان" په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د قول اردو د روغتیايي کارکوونکو پر " کاسټر" موټر باندې دا برید " بزدلانه" برید بللی دی.

ددغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي " دښمن د دا ډول بزدلانه بريدونو په کولو سره نه يوازې د امنيتي ځواکونو د کارکوونکو او منسوبينو هوډ نه کمزورى کوي، بلکه دوی به په کلک هوډ سره ماتوي".

طالبانو د دفاع وزارت په دې برید کې د ټپیي شوو کارکوونکو شمیر نه دی ښودلی . خو ځینو سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړی چې په برید کې ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. عیني شاهدانو د ټپیانو شمیر لس تنه ښودلی دی.

د هرات په ښار کې د پنجشنبې د ورځې دا برید په تیرو پنځه میاشتو کې په دغه ښار کې دوهم برید دی، چې په کې د طالبانو د " ۲۰۷ الفاروق قول اردو" کارکوونکي په نښه کیږي.

د روان کال د جولای په څلورم د ( چنګاښ ۱۳) د هرات په ښار کې په یو ورته برید کې ددغې قول اردو دوه تنه وژل شوي و او ۱۸ نور ټپیان شوي و

دا برید هم د هرات ښار " لومړي نمبر" ساحه کې په څلورمه ناحیه کې شوی و او د پیښې ټول قربانیان د طالبانو د قول اردو کارکوونکي و.

تراوسه د ننني برید مسولیت کوم چا یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو ویلي د پیښې د عاملینو د نیولو او ورته د سزا د ورکولو لپاره یې هڅې ګړندې کړي دي.

په وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون هرات، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر موټرو او پوستو انفجاري بریدونه زیات شوي دي.

څو ورځې وړاندې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې هم د طالبانو د " ۲۰۹ الفتح" قول اردو په یو موټر باندې چاودنه شوې وه، چې په کې څو تنه مړه او ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG