د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي


د لبنان چارواکي وایي چاودنه د وسلو په زیرمتون کې شوې حو حماس وایي د اکسیجن ډبې چاودلي.
د لبنان چارواکي وایي چاودنه د وسلو په زیرمتون کې شوې حو حماس وایي د اکسیجن ډبې چاودلي.

په لبنان کې چارواکي وایي د فلسطین د حماس ډلې د وسلو په یو زیرمتون کې تیره شپه په چاودوې کې ۱۲ تنه وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل دي.

د لبنان د امنیتي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې چاودنه د برج شمالي په کمپ کې شوې چې د تایري په بندري ښار کې پروت دی.

دغه امنیتي چارواکي وویل چې تر اوسه د چاودنې علت ندی معلوم خو د حماس ډلې بیا ویلي چې چاودنه د وسلو په زیرمتون کې نه بلکې د بریښنا د شارټۍ له کبله شویده. دې ډلې په یوې اعلامیې کې د چاودنې علت د هغو ډبو چاودیدل ښودلی چې د کویډـ۱۹ بیمارانو لپاره پکې اکسیجن ذخیره کیده او یوازې د یو کس وژل کیدل یې تائید کړي.

په اعلامیې کې د مرګ ژوبلې او ورانۍ په هکله نور جزیات ندي ورکړل شوي او یوازې دا یې ویلي چې "د بریښنا د شارټۍ له کبله په ګودام کې د اکسیجن ډبې چاودلې. اور یوازې ودانۍ ته زیان اړولی او زیان یې هم محدود دی".

په لبنان کې مطبوعات وایي چې د هیواد په جنوب کې دولتي څارنوال د امنیتي ادارو څخه غوښتي چې د حماس د ډلې اړوند د وسلو د زیرمتون په هکله څیړنې وکړي.

ملګري ملتونه وایي چې په لبنان کې شاوخوا ۱۹۲ زره فلسطیني کډوال په ۱۲ کمپونو کې پراته دي.

XS
SM
MD
LG