د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د سرینا هوټل د موټرو په تمځای کې زوروره چاودنه شوې


پولیس وایي د بلوچستان په ایالت کې د سرینا د عصري هوتل د موټرو په تمځای کې زوروره چاودنه شوې.

په چاودنې کې تر اوسه د ۴ کسانو د وژل کیدو او ۹ د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی خو چارواکي وایي ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.

تر اوسه نده معلومه چې دا چاودنه چا کړې.

د پاکستان په تلویزیوني چینلونو کې په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د موټرو نه لمبې پورته کیږي.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند لیاقت شینوراي دا پیښه تروریستي عمل بللی خو نور جزیات یې ندي ورکړي. هغه ویلي، " د چاودنې تر شا د پاکستان د دښمنانو لاس دی. "

ښاغلي لیاقت ونه ویل چې د پاکستان د دښمنانو نه یې هدف څوک دي.

پولیسو ویلي چې اکثریت ژوبل شوي کسان ښه کاري ژوبل شوي خو نور معلومات یې ندي ورکړي. پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله تحقیقات کوي.

د بلوچستان د ایالتي روغتون یو ډاکټر هم اي پي خبري اژانس ته ویلي چې د لسو نه ډیر ژوبل شوي کسان ور وړل شوي او په پیښه کې د ټپي شویو کسانو د درملنې په خاطر په روغتون کې اضطراري حالت اعلان شوی.

XS
SM
MD
LG