د لاس رسي وړ اتصالات

خیبر پښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان په برید کې ۱۵ تنه وژل شوي

آرشیف
آرشیف

د پاکستان پوځ جمعه جولاۍ ۲۴ ویلي چې وسله والو د دې هیواد په شمال لویدیځ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې باندې د موټر بم چاودنه کړې چې د ۱۲ پاکستاني سرتیرو په ګډون په کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

پیښه تیره شپه د ټانک په ولسوالۍ کې د پولیسو او پوځ په ګډې پوستې شوې.

د پاکستان د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو وروسته تر هغه په وسله والو ډزې وکړې چې د امنیتي پوستې څخه تیریدو ته پرې نښودل شول. وسله والو وروسته د همدې پوستې د یو دیوال سره د چاودیدونکو موادو ډک موټر وچاوه. پوځ وایي چې پدې برید کې ۱۲ وسله وال هم وژل شویدي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ادعا کړې چې برید دوی کړی او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې څلورو ځانمرګو برید کوونکو په کې برخه اخیستې وه.

پاکستاني طالبان د ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان دولت پر ضد وسله واله مبارزه کوي. هغوي کوښښ کوي چې حکومت ړنګ کړي او پر ځای یې د خپلې خوښې اسلامي حکومت نافذ کړي.

اسلام اباد تور لګوي چې وسله والې ډلې په افغانسان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې مرکزونو څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او وایي هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد پر ضد کار واخلي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG