د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ماین چاودنې ۷ ملکیان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پکتيکا په سروضې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې اووه ملکيان وژلي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن شنبه د نومبر پر ۲مه د «لړم پر۱۱مه» امریکا غږ ته وويل، چې چاودنه نن سهار د سروضې ولسوالۍ د سلطانو په سيمو کې پر يوه سراچه موټر شوې ده.

هغه وويل، په موټر کې اووه کسان سپاره وو، چې څلور د يوې کورنۍ غړي وو او ځای پرځای وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين دغه راز وويل، چې وژل شوي ټول سړي دي او له يوې سيمې نه يې بلې سيمې ته سفر کاوه چې له يادې پېښې سره مخ شوي دي.

د نوموړي په وينا ماين د عمومي سړک پر غاړه ښخ شوی و.

تر اوسه ددې بمي چاودنې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه ويلي دي.

XS
SM
MD
LG