د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو بریدونو کابل او پروان کې ۴٨ کسان وژلي


کابل ښار کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرگي برید سیمه
کابل ښار کې د سه شنبې د ورځې د ځانمرگي برید سیمه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سې شنبې په پروان او کابل ښار کې په دوو ځانگړو تروریستي بریدونو کې ۴٨ کسان وژل شوي دي او څه دپاسه ٨٠ تنه ټپیان دي.​

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پروان ولایت مرکز چاریکار د لومړۍ حوزې اړوند د پولیسو په نظام قراول کې ځانمرګي برید ۲۶ تنه وژلي او ۴۲ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه ځانمرګی برید د چاریکار په جنګل باغ سیمه کې د ولسمشر غني د کمپاینیزې غونډې ته نژدې شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې په یاد برید کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ملکيان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار مخکې امریکا غږ ته وویل، چې د چاودنې پرمهال ولسمشر غني هم په غونډه کې حضور درلود.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه برید کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټېم غړو ته زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د پروان د روغتیا رئيس ډاکټر قاسم سنګین هم امریکا غږ ته وویل، چې د چاودنې له ځایه ۲۴ جسدونه او ۳۱ ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي، چې کېداشي دغه ارقام تغیر شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د چاودنې په قربانیانو کې ښځې هم شاملې دي، چې د زیاتو ټپیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د کابل برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي نن د غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه د کابل ښار د احمدشاه مسعود څلور لارې ته نژدې ځانمرگی برید وشو چې د شپږو پوځیانو په گډون په کې ٢٢ تنه ووژل شول او شاوخوا ٣٨ تنه ټپیان شول.

د امنیتي مقاماتو په وینا دغه ځانمرگی برید د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند مسعود څلور لارې کې د امریکا سفارت ته نژدې د دفاع وزارت د پيژنتون مخې ته شوی دی.

طالبانو د پروان او کابل ښار دواړو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو تر دې مخکې پر ټاکنیزو غونډو باندې د بریدونو خبر ورکړی و.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په پروان کې پر ټاکنیزې غونډې د طالبانو برید غندلی دی. یوناما پر یادې ټاکنیزې غونډې برید له نړیوالو ډموکراټیکو اصولو څخه سرغړونه بللې ده.

XS
SM
MD
LG