د لاس رسي وړ اتصالات

په پروان کې د جنوبي کوریا پر اډې راکټونه پریوتي


په پروان کې د جنوبي کوریا پر اډې راکټونه پریوتي
په پروان کې د جنوبي کوریا پر اډې راکټونه پریوتي

د جنوبي کوریا مامورین وايي د پروان په ولایت کې نن د دوی په اډه باندې د توغندیو ډزې شوي دي. په دې ډزو کې چاته څه زیان نه دی رسیدلی.

دغه حمله په داسې حال کې شوېده چې د جنوبي کوریا د ملکي بیا جوړونې ټېم ځان دې ته چمتو کوي چې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل د بیا جوړنې کارکونکي او امنیتي پرسونل د توغندي د لگیدلو په وخت په خپله اډه کې وو. ویاند وویل امنیتي پرسونل د حملې په ځواب کې دوه توغندي ویشتلي دي.

جنوبي کوریا په ٢٠٠٧ کال کې د طالبانو سره د یرغملو له کشالې وروسته خپل پوځیان له افغانستان نه وویستل. جگړه مارو د یو شمیر جنوبي کوریایانو د یرغمل په وخت دوه تنه یې ووژل.

مامورینو ویلي دي چې د افغانستان په ختیز کې د کڼړ ولایت د خاص کنړ په ولسوالیۍ کې درې ملکیان د پنجشنبې په ورځ د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG