د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کویټې په یو روغتون کې چاودنې ۷۰ تنه وژلي


دا چاودنه چې تراوسه یې بڼه څرګنده نه ده د کویټې ښار په ملکي روغتون کې شوې ده
دا چاودنه چې تراوسه یې بڼه څرګنده نه ده د کویټې ښار په ملکي روغتون کې شوې ده

پولیس او ډاکتران وایي، نن د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې په ښار کې په ملکي روغتنون کې د بم د چاودنې له امله لږ ترلږه ٦۳تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیس وایي، د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې د نننۍ چاودنې اکثره قربانیان مدافع وکیلان دي.

د پولیسو یو چارواکي ظهوراحمد افریدي، امریکا غږ ته وویل، چې د پولیسو یو شمیر منسوبین او لږ تر لږه د رسنیو دوه کارکوونکي هم په دغه چاودنه کې وژل شوي دي.

د کویټې په ملکي روغتون کې دا چاودنه وروسته له هغې وشوه چې په لسګونو مدافع وکیلانو د بلوچستان د ایالت د مدافع وکیلانو د ټولنې مشر بلال انور کاسي د وژلو د پیښې د غندلو لپاره په دغه روغتون کې راټول شوي وو.

بلال انور کاسي نن د دوشنبې په ورځ د کویټې په ښار کې د ناپیژاندو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو.

هغه خبریالان او فلم اخیستونکي چې د مدافع وکیلانو د احتجاجیه غونډې په هکله یې رپوټونه برابرول په دې چاودنه کې مړه او تپیان شوي دي.

دمخه د مړو شمیر ٥٣ ذکر شوی وه، خو د کویټې د روغتون رئیس عبدالرحمن وویل چې اوس د مړو شمیره ٦٣ ته لوړه شوه. هغه زیاته کړه چې ٩٢ ټپیان تر درملنې لاندې دي.​

چارواکي وایي، چې د پیښې د وژل شویو شمیر کیدای شي نور هم زیات شي، ځکه چې ددغو چارواکو پر وینا د یو شمیر ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند انورالحق کاکړ امریکا غږ ته د دې پیښې په اړه وویل، چې د دغه ایالت د مدافع وکیلانو د ټولنې رئیس باندې نن سهار وختي برید شوی او وژل شوی دی.

ښاغلي کاکړ وویل" متاسفانه نن سهار زمونږ یو ډیر محترم مدافع وکیل بلال انور کاسي باندې برید شوی او هغه نن وختي په دې برید کې ووژل شو، لږ وروسته له هغې چې د هغه مړی د خپلې ټولنې د مدافع وکیلانو له خوا راپورته شو چاودنه وشوه، چې له امله يې زیاته مرګ ژوبله پیښه شوې ده".

تراوسه کومې ډلې د دې پیښې مسولیت نه دی اخیستی.

ښاغلي کاکړ وویل چې پلټنې لا روانې دي چې دا معلومه کړي، چې دا پیښه د ځانمرګي برید له امله شوې او که د بم له امله رامخې ته شوې ده.

XS
SM
MD
LG