د لاس رسي وړ اتصالات

انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی 


انتوني بلینکن
انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل پیل کړي سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی او ویلي یې دي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هڅې وکړي.

په داسې حال کې چې د فلسطین او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی، بلینکن به د دوشنبې په ورځ بیت المقدس او د سه شنبې په ورځ رام الله ته سفرونه وکړي.

د جمعې په ورځ یو فلسطیني وسله وال د بیت المقدس په ختیځ کې د یوې کنیسې دباندې اوه تنه په ډزو ووژل.

تر دې مخکې د اردن د سیند په لویدیځه غاړه کې د جنین د مهاجرو په کمپ کې د اسرائیل د پوځ په عملیاتو کې نهه تنه ووژل شول. دا په تېرو څو کلونو کې تر ټولو خونړي عملیات ګڼل کېږي.

اسرائیل ویلي دي چې په دغو عملیاتو کې یې د «اسلامي جهاد» ډلې غړي په نښه کول.

انتوني بلینکن به په دغه سفر کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره ملاقاتونه او د تاوتریخوالي په کمولو به ټېنګار کوي.

داسې ښکاري چې د بلینکن او د مصر د ولسمشر محمود السیسي په ملاقات کې به په روان تاوتریخوالي هم خبرې کېږي. مصر معمولآ د اسرائیل او فلسطین ترمنځ منځګړی پاتې شوی دی. ولسمشر السیسي په سیمه کې د امریکا یو متحد هم بلل کېږي.

داسې اټکل کېږي چې انتوني بلینکن به په خپل سفر کې په منځني ختیځ کې د امریکا په دوامدار دریځ ټېنګار وکړي او کوم نوی پرمختګ به نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به له محمود عباس څخه وغواړي چې د سولې په اړه ډېر اقدامات وکړي. د اسرائيل صدراعظم له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره ښې اړیکې نلرلې او د ایران په اړه یې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ سره یې روابط ښه وو.

تمه ده چې انتوني بلینکن به د خپل سفر په ترڅ کې د فلسطینیانو د حکومت په جوړولو او د فاسطین-اسرائیل د دوو هیوادونو په تګلارې بیا ټېنګار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بلینکن به د مسجد الاقصي د وضعیت په ساتلو ټېنګار وکړي، دا مسجد دواړو مسلمانانو او یهودانو ته مقدس دی.

XS
SM
MD
LG