د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل او عربي متحدینو یې په دوبۍ کې په امنیتي مسایلو خبرې وکړې 


په دوبۍ کې د امنیتي همکاریو غونډه
په دوبۍ کې د امنیتي همکاریو غونډه

یو امریکایي مقام د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۱۰ (مرغومي ۲۰) وویل چې اسرائیل په عربي متحده اماراتو کې د څو لسیزو وروسته بیا د یو شمیر عربي هیوادونو سره په «یوه لویه» غونډه کې کډون وکړ.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې په دوبۍ کې د بحرین، مصر، اسرائیل، متحده عربي اماراتو او د امریکا د متحده ایالاتو څخه شاوخوا ۱۵۰ استازو د معلوماتو د شریکولو له لارې د امنیتي همکاریو په زیاتولو بحثونه وکړ. دا غونډه پدې وروستیو کې د عرب-اسرائیل د اړیکو د عادي کولو د هڅو نتیجه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار دیرک کولیټ دغه دوه ورځنۍ غونډه چې د دوشنبې په ورځ پیل شوې په ۱۹۹۱ کال کې د ماډرید له کنفرانس وروسته د «اسرائیل او د هغه د سیمه ییزو شریکانو ترمنځ ستره غونډه» ګڼلې ده.

ښاغلي کولیټ یوې خبري غونډې ته وویل: « د دې لپاره چې په سیمه کې زموږ د پوځیانو تر منځ روان مهم کار وده وکړي، مونږ په پراخه کچه د ظرفیت لوړولو، د معلوماتو شریکولو پورې اړوندو مسلو په اړه خبرې وکړې.»

هغه وویل پدې غونډه کې همداشان د غذایي امنیت او زده کړو په موضوعاتو هم خبرې وشوې. هغه زیاته کړه چې ګډون کوونکو «د روښانه، ټینګو او عملي ګامونو په اخیستلو ټینګار وکړ چې ادغام ګړندی او امنیت پراخ کړي.»

بحرین، عربي متحده اماراتو او مراکش په ۲۰۲۰ کې د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو په نتیجه کې د رامنځته شویو «ابراهیم موافقو» د یوې برخې په توګه د اسرائیل سره اړیکې عادي کړې، پداسې حال کې چې مصر په ۱۹۷۹ کې د اسرائیل سره سوله وکړه.

د تیر کال په مارچ میاشت کې د څلورو عربي هیوادونو لوړپوړو دپلوماتانو د لومړي ځل لپاره د اسرائیل په خاوره کې د «نقب» دښتې د «سدیه بوکیر» په سیمه کې د اسرائیلي چارواکو سره وکتل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په کې حاضر و.

د نقب غونډه د اوسنيو غونډو پیلامه ده چې د امنیت، انرژۍ، زده کړو او توریذم په برخو کې د همکاریو په پراخولو تمرکز کوي.

د دوبۍ غونډه پداسې حال کیږي چې تیره اونۍ د اسرائیل د ملي امنیت نوي ښي اړخي وزیر، ایتامار بین ګویر په بیت المقدسکې د الاقصی جومات انګړ ته ننوتی و.

دغې لیدنې فلسطینیان په غوسه کړل او د متحده ایالاتو په ګډون د نړیوالې غندنې لامل شو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو او چین په غوښتنه د دې اقدام په اړه بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG