د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن اسرائیل ته: لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو سره د مېشتو یهودانو د تاوتریخوالي درولو لپاره عاجل اقدام وکړئ


بلینکن په سان فرانسیسکو کې د اسیا-پسیفیک په غونډې کې خبرې کوي.
بلینکن په سان فرانسیسکو کې د اسیا-پسیفیک په غونډې کې خبرې کوي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵) په اسرائیل غږ وکړ چې په لویدیځه غاړه کې له فلسطینیانو سره د مېشتو شویو یهوادونو د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه «عاجل» اقدام وکړي.

بلینکن په سان فرانسیسکو کې د اسیا-پسیفیک غونډې په مهال داسرائیل د اپوزیسون له مشر بیني ګانټز سره په تیلیفون کې د خبرو په مهال دا غوښتنه کړې ده. بیني ګانټز یو متقاعد جنرال او د بنیامین نتنیاهو د کابینې غړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وویل چې بلینکن «په لویدیځه غاړه کې د مېشتو [یهودانو] د افراطي خشونت د مخ په زیاتېدونکې کچې سره د مقابلې په ګډون د شخړو د کمولو لپاره د لازمو اقدماتو په عاجل ضرورت ټېنګار» وکړ.

بلینکن له ګانټز سره همدغه راز له حماس سره د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه د روانې دپلوماسي په هکله هم وغږېده.

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل. د اسرائیل مقامات وايي چې د حماسې جنګیالیو ۲۴۰ تنه یرغمل کړي او ۱۲۰۰ نور یې وژل دي.

د حماس د حکومت مقامات وايي د اسرائيل په بریدونو کې د زرګونو ماشومانو په ګډون ۱۱۵۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکي‌ خلک دي.

په غزې باندې د حماس کنترول دی، خو اسرائیل بیا لویدیځه غاړه اشغال کړې او فلسطیني مقامات په کې کمه خپلواکي لري. دغلته فلسطیني مقامات د حماس ډلې دښمنان ګڼل کېږي.

په لویدیځه غاړه کې مېشت فلسطینیان وايی چې د جګړې له پیل راهېسې د مېشتو شویو له لوري ځورول کېږي. د راپورونو په اساس د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې د لویدیځې غاړه په مېشت ځایونو کې نژدې ۲۰۰ کسان وژل شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG