د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن له اسرائيل څخه وغوښتل چې غزه کې ولسي خلکو ته خوندي سیمې جوړې کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) له اسرايل څخه وغوښتل چې د حماس تر کنترول لاندې سیمې کې د «لویو پوځي عملیاتو تر بیا پيلولو» مخکې د فلسطین د ولسي خلکو لپاره خوندي سیمې (زونونه) جوړې کړې.

بلینکن په تل ابیب کې خبریالانو ته وویل چې «اسرائیل باید د بې ګناه فلسطینیانو د تلفاتو د کمولو لپاره د بشري ملکي‌ خوندیتوب پلانونه» طرحه کړي. هغه وویل چې په شمالي او جنوبي غزه کې د جګړې له لیکې څخه لېرې د ولسي خلکو د خوندیتوب لپاره باید ځایونه مشخص شي.

بلینکن د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند په اوومه ورځ دا خبرې کولې. د دغه اوربند په ترڅ کې د حماس ډلې لسګونه یرغمل شوي کسان او اسرائیل لسګونه فلسطیني بندیان ازاد کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ولسي خلکو د خوندیتوب مانا «په غزې کې دننه د ولسي خلکو د پام وړ بې ځایه کېدو» او د هغوی ژوند ته او «یا روغتونونو، برېښنا او اوبو د ستېشنونو په ګډون اساسي تاسیساتو ته» د نور زیان مخه نیول دي.

بلینکن همدغه راز وویل چې اسرائيل کولای شي د نارینه وو، ښځو او ماشومانو ته د زیان کچه بیخي کمه کړه او «د غزې په شمال کې مو چې د ولسي خلکو پراخ تلفات او بې ځایه کېدل ولیدل، باید په جنوب کې تکرار نشي».

نوموړي وویل چې«دا په دې مانا ده چې په جنوبي غزې کې بې ځایه شویو خلکو ته دا انتخاب ورکړل شي چې څومره ژر چې حالت اجازه ورکړي، بیرته شمال ته» ولاړ شي او نور «باید دایمي بې ځایه کېدل نه وي».

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د چارواکو په وینا ۱۲۰۰ اسرائيلیان په کې ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل ونیول شول.

د اسرائيل په ځوابي بریدونو کې په غزې کې د مقاماتو په وینا شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. خپلواکو سرچېنو دا ارقام تائید کړي نه دي.

تېره ورځ د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې له حماس سره د یرغمل شویو کسان له خوشې کېدو سمدستې وروسته بیرته د «دغې ترهګرې ډلې د ختمولو جګړه» پیلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG