د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: د یرغمل شویو له ازادېدو وروسته د حماس د ختمولو جګړه بیا پیلوو


د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم نتنیاهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې له حماس سره د اسیرو شویو کسانو له ازادېدو وروسته به سمدستې د دغې «ترهګرۍ ډلې» د نابودۍ جګړه له سره پیل کړي.

نوموړي وویل: «د جګړې په پيل کې مې درې هدفونه وټاکل: د حماس ختمول، د ټولو یرغمل شویو بېرته راګرځول او دا چې غزه به بیا هېڅکله د اسرائيل لپار ګواښ نه وي. دا درې هدفونه په خپل حال دي.»

نوموړي وویل چې له حماس څخه د لسګونو کسانو ازادېدل «یوه لویه لاس ته راوړنه» ده خو په خبره یې اسرائيل به له دغې مرحلې څخه وروسته بېرته جګړې ته مخه کوي.

د اسرائيل ټایمز د راپور په اساس، د دغه هېواد د دفاع وزیر، لوی درستیز او د کابینې د جګړې وزیر هم د حماس د نابودۍ لپاره د جګړې په دوام ټېنګار کړی دی.

د اسرائیل حکومت یو مقام ويلي دي چې د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره به هلې ځلې وکړې. دا په داسې حال کې چې منځګړي هڅه کوي د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې موده نوره هم وغځول شي، حماس په غزې کې نور یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي دي.

د دواړو غاړو ترمنځ د سولې لومړی تړون څلور ورځې و چې بیا دوه ورځې نور هم اوږد شو او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په سهار په ځايي وخت پای ته ورسېږي. منځګړي هغه وخت له ستونزو سره مخامخ شول چې د حماس یوې سرچېنې فرانس پرس اژانس ته وویل د اسرائيل له لوري د اوربند د غځېدو په وړاندیز خوښ نه دي. دغې سرچېنې ویلي دي چې حماس له غزې څخه د اسرائيل د ټانګونو او پوځي تجهیزاتو وتل غواړي.

سرچېنې ویلي: «د پوځي زندانیانو، سرتېرو او افسرانو د تبادلې خبره باید له غزې څخه د (اسرائيلي) تېري د بندولو او رفح د محاصرې لېرې کولو سره تړلې وي.»

خو د حماس تر کنترول لاندې غزې کې د روغتیا وزیر باسم نعیم وویل: «چمتو یو چې د ټولو (فلسطیني) زندانیانو په بدل کې ټول سرتېري خوشې کړو.»

حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائيلي‌ مقامات وایي چې ۱۲۰۰ اسرائيلیان په دغو بریدونو کې ووژل شول او حماس ۲۴۰ نور له ځان سره یرغمل یوړل. د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې په غزه کې د چارواکو په وینا کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG