د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د جنوب ختیځي اسیا ولسونه دې د میانمار پوځ سره حساب وکړي 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جنوب ختیځې اسیا د سازمان په ولسونو غږ کړی دی چې د میانمار د واکمن پوځ [جنتا] سره حساب او کتاب وکړي.

ښاغلي بلینکن د یکشنبې په ورځ جون ۱۰ (چنګاښ۱۹) وویل چې په میانمار کې د دموکراسۍ په اعاده کېدو کې د چین ګټه هم ده.

نوموړي په بنکاک کې د میانمار د دموکراسۍ د فعالانو سره له غونډې وروسته وویل: «موږ او نور هېوادونه هغه لارې چارې لټوو چې په دوی [جنتا] باندې فشار راشي چې بېرته د دموکراسۍ لارې ته راشي. زما په باور د جنوب ختیځې اسیا د سازمان ټول ولسونه باید له دغه رژیم سره حساب او کتاب وکړي.»

دغه سازمان د اپریل په میاشت کې د میانمار له واکمن پوځ سره د پنځو مادو یوې موافقې ته ورسېده چې له مخالفینو سره خبرې اترې کول هم په کې شامل دي.

څه موده مخکې د چین د بهرنیو چارو وزیر میانمار ته سفر وکړ، ښاغلي بلینکن د هغه په دغه سفر انتقاد ونکړ خو په بیجینګ یې غږ وکړ چې د دموکراسۍ په اړه د نړیوالو غږ بدرکه کړي.

د فرانسې خبري اژانس په اساس ښاغلي بلیکن ویلي‌ دي: «زه فکر کوم چې دا د چین لپاره هم مهم دي او په ګټه یې ده چې برما[میانمار] بېرته هغه حالت ته وګرځي چې و، خو د کودتا له کبله ګډوډ شو. »

نوموړي وویل چې تر دې دمه د برما په پوځ باندې فشارونو کومه ځانګړې مثبته نتیجه نه ده ورکړې او په خبره یې پوځ مخالف سیاستوال نیولي، ځپلي‌او بندیان کړي ‌دي.

د برما پوځ تېرکال د یوې کودتا له لارې په هغه هېواد کې دموکرات نظام نسکور کړ او واک یې ترلاسه کړ. زرګونو خلکو د پوځ په خلاف مظاهرې وکړې چې د راپورونو په اساس، سلګونه کسان په کې ووژل شول او زرګونه نور ژوبل شول او پوځ ونیول او بندیان یې کړل.

واکمن پوځ ادعا لري‌ چې په ټاکنو کې درغلي شوې او دوی هڅه کوي چې نویو ټاکنو ته لاره هواره کړي‌ او واک له سمې لارې د ټاکنو ګټونکیو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې یوې محکمې د دغه هېواد سیاسي مشره انګ سان سوچي د فساد په تور محکومه او زندان ته واستوله. د هغه پلویان وايي پوځ ځکه دا کار کړی چې هغه د تل لپاره له سیاسي صحنې لېرې کړي.

XS
SM
MD
LG