د لاس رسي وړ اتصالات

بنګله دېش د روهینګیا مسلمانانو خصوصي ښوونځي تړي


د روهینګیا د حقونو فعالان د بنګله دېش له حکومت څخه غواړي چې کمپونو کې خصوصي ښوونځي ونه تړي

په بنګله دېش کې د روهینګیا مسلمانانو د کډوالو په کمپونو کې د خصوصي ښوونځیو مسئولین وایي‌ چې پولیسو یې لسګونه ښوونځي تړلي او وسائیل یې هم ضبط کړي دي.

په ۲۰۱۹ کې په میانمار کې په راخین کې د روهینګیا مسلمانانو په سیمو کې پوځ عملیات وکړل چې په کې د ګڼو ولسي خلکو د وژلو، کورونو د سوځولو، جنسي تېريو او دا ډول نورو پېښو راپورونه ورکړل شول. له دغو عملیاتو وروسته سلګونه زره روهینګیايي مسلمانانو بنګله دېش ته پناه یوړه او هلته په کمپونو کې مېشت شول.

په دغو کمپونو کې «کایافوري» د یو لوی خصوصي ښوونځي مدیر محمد شووایف وايي چې دوی د نهم ټولګي په زده کوونکو د ازموینې پاڼې وېشلې چې پولیسو یې په دفتر چاپه واچوله. نوموړي امریکا غږ ته وویل چې پولیسو یې کمپیوټر، د چاپ ماشین «پرنټر»، دوسیې او سپینې تختې یوړې او د ښوونځي دروازه یې وتړله.

هغه وویل: «پولیسو له موږ پوښتنه وکړه چې د فعالیت رسمي جواز لرو که نه. موږ په لیکلې بڼه کوم جواز نلرو. خو زموږ مشر د کمپ له مسئول څخه په شفاهي ډول د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه اخیستې وه.»

دا متوسطه ښوونځي په ۲۰۱۹ کې د روهینګیا د یو مشر له لوري پرانیستل شوی و. د دغه ښوونځي په تړل کېدو سره دا د روهینګیا مسلمانانو په کمپ کې دېرشم ښوونځی دی چې تړل کېږي.

د مارچ په میاشت کې د روهینګیا مسلمانانو د «کتپالانګ» په کمپ کې د «کایافوري» ښوونځي له تړل کېدو وروسته، هلته اوس دا ډول بل ښوونځی نشته.

په دغو ښوونځیو کې، چې ټولګي یې په کمو امکاناتو له لرګیو او ترپالونو څخه جوړ شوي، زرګونه ماشومانو زده کړې کولې.

حکومت ولې دا ښوونځي تړي؟

د بنګله دېش حکومت په کمپونو کې ښوونځیو ته حقوقي حیثیت نه دی ورکړی خو په ۲۰۲۰ کې یې د فعالیت اجازه ورکړه او د اړتیا په وخت کې یې دمرستو ژمنه هم ورسره وکړه.

د بنګله دېش د بېرته ستنېدونکو او کډوالو سره د مرستو کمېشنر وايي د تېرکال په ډسمبر کې ویل شوي وو چې د روهینګیایانو په کمپونو کې باید ټول خصوصي‌ ښوونځي وتړل شي، ځکه چې د دوی په خبره دا «غیر قانوني» دي او د فعالیت رسمي‌ جوازونه نلري.

بېلا بېلو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې له دغه اعلان وروسته پولیسو په دغو ښوونځیو باندې چاپې وهلې، وسائیل یې ضبط کړي‌ او دروازې یې تړلي.

په بنګله دېش کې د بشري‌ حقونو د څار ډله ادعا کوي چې چارواکو د روهینګیا کډوالو ته ګواښ کړی که د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه یې لارښوونو ته پام ونکړي، «د هغوی پېژندپاڼې به ترې واخیستل شي او جبرآ به د سیلاب له خطر سره مخامخو» سیمو ته واستول شي.

د بشري‌ حقونو د څار ډلې یو مقام بیل وان اسویلډ وویل: «حکومت لومړی د روهینګیا د ماشومانو مهم تعلیم بند کړ. بیا یې هغه ښوونځي وتړل چې روهینګیایانو په خپله ځانونو ته جوړ کړي‌ وو او اوس ګواښونه کوي چې زده کوونکي او ښوونکي به زندان ته ورته ټاپو ته انتقالوي.»

خو د بنګله دېش چارواکي وايي‌ دوی یوازې هغه ښوونځي تړي چې په غیر قانوني ډول فعالیت کوي. د بنګله دېش د کډوالو د برخې یو مقام محمد شمسود دوزا امریکا غږ ته وویل: «تاسو به په خپلو سیمو کې یو غیر قانوني بنسټ ته د ډېر فعالیت اجازه ورکړئ، فکر نه کوم [دا کار وکړئ].»

د زده کوونکو غبرګون

د اتم ټولګي یوې زده کوونکې رابعه اختر امریکا غږ ته وویل چې د ښوونځیو په تړل کېدو سره د هغوی هیلې خاورې شوې.‌ هغې وویل چې له میانمار څخه تر وتلو وروسته په ښوونځي کې ورته نوې هیله پیدا شوې وه او غوښتل یې چې انجینره شي.

یو بل زده کوونکي ایت الله وویل چې په کمپ کې ژوند ډېر تنګ دی خو دغو ښوونځیو یې ژوند ته نوی رنګ او هیلې بخښلې وې.

د بنګله دېش مقامات وايي چې یونیسف په دغو کمپونو کې د روهینګیا ماشومانو ته د تعلیم چارې مخې ته وړې او په کمپونو کې یې زرګونه ښوونځي او تعلیمي مرکزونه پرانیستي‌ دي.

په بنګله دېش کې د یونیسف ادارې امریکا غږ ته په یو ایمیل کې لیکلي دي: «د کاکس په بازار کې د روهینګیا د کډوالو د کمپونو په ۳۲۰۰ تعلیمي مرکزونو کې، چې د ۲۸۰۰ مسولیت یې د یونیسف په غاړه دی، ۳۵۰۰۰۰ روهینګیايي ماشومان زده کړې کوي.»

خو د روهنینګیا د اراکان د سولې او بشري‌ حقونو د ټولنې مشر عبدالرحیم امریکا غږ ته وویل چې د یونیسف په دغو تعلیمي مرکزونو کې یوازې تر ۱۴ کلنو پورې ماشومانو ته زده کړې ورکول کېږي او لوړ صنفونه نلري.

هغه زیاته کړه: «له دې وروسته زموږ ماشومان تعلیمي‌ اسانتیاوې نلري. موږ په همدې خاطر په کمپونو کې دننه خصوصي ښوونځي پرانیستي وو چې ماشومان مو متوسطه تعلیم [متوسطه ښوونځي] وکړي.»

نوموړي وویل چې په کمپونو کې اوس د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځ ماشومان له زده کړو محروم شوي. هغه وايي چې د روهینګیا د ماشومانو «آینده تیاره ده».

اړوند

XS
SM
MD
LG