د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن په سوریه کې د امریکایي خبریال د آزادیدو غوښتنه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد کولی شي امریکایي خبریال آسټین ټایس له بنده ازاد کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهار شنبې په ورځ د اګست ۱۱ (زمري ۲۰) د یاد خبریال د زوکړې د څلویښتمې کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي‌ چې "موږ باور لرو چې بشارالاسد د آسټین د ازادۍ او قدرت او توانایي لري. موږ به له ټولو امکاناتو کار واخلو چې آسټین کور ته ستون کړو."

رویټرز خبري آژانس د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي د برمته کیدنو په چارو کې د جمهور رئیس بایډن د ځانګړي استازي راجر کارسټنز په مشرۍ یو ټیم په جدیت شپه او ورځ هڅه کوي څو آسټین کور ته ستون کړي.

آسټین ټایس نهه کاله مخکې کله چې یې د سوریې په پلازمینه دمشق کې د بشارالاسد د حکومت پر ضد د خلکو پاڅون ته خبري پوښښ ورکاوه، اختطاف شو.

تر اوسه دا روښانه نده چې چا دغه امریکایي خبریال برمته کړی دی او هیڅ کس یا ډلې یې هم د برمته کیدو مسولیت پر غاړه اخیستی ندی.

خو د رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ویډیو چې د نوموړي له برمته کیدو یوه میاشت وروسته خپره شوه، ښکاره کوي چې هغه د سوریې د حکومت د یوې متحدې ډلې له خوا برمته شوی دی.

په بهر کې د امریکایي خبریالانو د خوشي کیدو غوښتنې

له دې وړاندې او په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس له خپریدو مخکې، د دواړو جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو څخه ۱۷ سناتورانو د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۲ د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو ته د یوه لیک په استولو سره هڅه کړه څو له امریکا څخه بهر د بندي امریکایي خبریالانو د ازادیدو او د کرونا ویروس په وړاندې د هغوی د ساتنې لپاره ډیره هڅه وشي.

دیموکرات سناتور کریس مورفي او جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، په یوه لیک کې چې ۱۵ نورو سناتورانو هم لاسلیک کړی وو، د امریکا د بهرنیو چارو له پخواني وزیر څخه وغوښتل چې په ټول توان سره پر بهرنیو حکومتونو فشار راوړي څو بندي امریکایان ازاد شي او هغوی د کرونا ویروس له خطره په امان کې وي.

دغو اولسو سناتورانو د یو شمیر خبریالانو خوشي کیدو ته چې مراد طاهباز و سیامک نمازي په ایران، آسټین تايس په سوریه ، صلاح الحیدر او بدر الابراهیم په سعودي عربستان ، ریم محمد دسوکي او خالد حسن په مصر او پال ویلان په روسیه کې بندیان دي اشاره کړې وکړه او ویلي وو چې هغوی باید هیڅ وخت بندیان شوي نه وای.

XS
SM
MD
LG