د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن او لاوروف د اختلافاتو سربیره په ګډ کار موافقه وکړه


انتوني بلینکن او سرګي لاوروف - د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران
انتوني بلینکن او سرګي لاوروف - د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په لومړنۍ مخامخ کتنه کې پدې ټینګار وکړ چې د جدي اختلافونو سره سره دوی کولای شي د ګډ کار لپاره لارې چارې ولټوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوایي ۲۹) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف سره وکتل او وویل، «دا پټه نده چې مونږ اختلافات لرو» او دا چې واشنګټن به د روسیې د تهاجمي کړنو په وړاندې غبرګون وښيي، خو که د دواړو هیوادونو مشران په ګډه کار وکړي، نړۍ به امن وي.

دواړو وزیرانو په خپله لومړنۍ مخامخ کتنه کې پدې ټینګار وکړ چې د سړې جګړې د دوو سیالانو ترمنځ د جدي اختلافونو سره سره دوی کولای شي د ګډ کار لپاره لارې چارې ولټوي.

د کرملن ویاند دمیتري پسکوف د ينجشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوایي ۳۰) وروسته له هغې د واشنګټن سره د اړیکو په هکله د مثبتو نښو نښانو هرکلی وکړ چې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ سره وکتل او واشنګټن پر روسیې باندې ځینې بندیزونه مستثنی کړل.

پداسې حال کې دي چې د دواړو سیالو هیوادونو د اړیکو د خرابوالي کچه د سړې جګړې حد ته نژدې شوې، د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د امریکا جمهور رئیس جو بایډن خپلې لومړنۍ غونډې ته تیاری نیسي. د ښاغلي بلینکن په وینا ښایي د روسيې او امریکا جمهور رئیسان په راتلونکو څو اونیو کې سره وګوري.

د ایسلند په مرکز ریکجاویک کې د ښاغلي بلینکن سره د نژدې دوه ساعتو کتنې وروسته سرګي لاوروف خبرې «ګټورې» وبللې او وویل چې دواړه خواوی د اړیکو د رغولو په اړتیا پوهیږي.

د خبرو وروسته د کرملن ویاند ښاغلي پسکوف خبریالانو ته وویل چې دا لیدنه کتنه په خپل ذات کې یوه «مثبته علامه» ده. خو هغه بیا هم خبرداری ورکړ چې د اړیکو رغول «به اسان نه وي»، ځکه په وینا یې «زیاتې ستونزې ټولې شوي دي.»

د چهارشنبې په ورځ د ښاغلي بایډن ادارې د جرمني- روسیې د ګازو د نل لیکې په پروژې باندې چې د شمال بحیرې له لارې تیریږي بندیزونه استثنی کړل.

جرمني پدغه پروژه باندې ۱۲میلیارډ ډالر لګوي او د امریکا له خوا پرې بندیزونه لرې کول د واشنګټن او برلین ترمنځ کړکیچ هم حل کوي. د جرمني صدراعظمي انګلا مرکل نن وویل چې له امریکا سره نژدې اړیکې غواړي.

XS
SM
MD
LG