د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن اوکراین ته د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اوکرایني مقاماتو سره په کتنه کې یو ځل بیا ددې هیواد څخه د واشنګټن پر ملاتړ پداسې حال کې ټینګار وکړ چې کیف او مسکو ترمنځ کړکیچ زور اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي سره په کتنه کې د اوکراین د خاورې پر بشپړتیا او خپلواکۍ باندې هم ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداشان د اوکراین سره د دموکراسۍ په غښتلي کیدو، د بنسټونو په رامنځ ته کیدو، د اصلاحاتو په پلي کولو او د فساد پر وړاندې مبارزه کې د امریکا پر ژمنو خبرې وکړې.

ښاغلی بلینکن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۶ (غوایي ۱۶) د اوکراین د جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي سره له خبرو اترو وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل: "اوکراین د دوو ننګونو سره مخامخ دی: له بهر څخه د روسیې له تجاوز او دننه د فساد سره چې یو شمیر کسان خپلې ګټې د اوکراین د ولس له ګټو څخه مخکې ګڼي."

روسیې ته له سفر دمخه اوکراین ته د ښاغلي بلینکن سفر ښیي چې اوکراین د بایډن د ادارې د بهرني سیاست په سر کې ځای لري.

د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زلنسکي وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو مالي او پوځي ملاتړ به زیات شي، خو پدې هکله یې جزییات څرګند نګړل.

دواړو مشرانو وویل، پداسې حال کې چې روسیې یو شمیر ځواکونه له سرحد څخه پر شا کړي، لاهم په پوره اندازه ځواکونه او تجهیزات هلته پاته دي.

بلینکن وویل چې واشنګټن "په ډیره دقیقه توګه" اوضاع څاري، ځکه "که روسیه وغواړي ددې وړتیا لري چې په ډیر کم وخت کې تهاجمي اقدامات وکړي."

ښاغلي زلنسکي همداشان وویل چې په توره بحیره کې د امنیتي مسایلو په هکله یې د ښاغلي بلینکن سره خبرې کړې دي، خو په اړه یې نور جزییات په ډاګه نکړل.

د جو بایډن په مشرۍ د امریکا د متحده ایالاتو د نوي حکومت د رامنځ ته کیدو وروسته ښاغلی بلینکن لومړنی لوړپوړی امریکایي مقام دی چې اوکراین ته سفر کوي.

تیره میاشت روسیې د اوکراین پولې ته څیرمه پراخ پوځي تمرینونه وکړل، که څه هم چې د امریکا او یو شمیر نورو غربي هیوادونو له سختو غبرګونونو وروسته دغه تمرینونه تر یو حده وځنډول شول، خو بیا هم روسي مقاماتو ویلي دي چې د روسي پوځي زرهې وسایط به د روان کال تر مني پورې په سیمه کې پاته شي.

د اوکراین په ختیځ کې د روسي پوځ له خوا د کریمیه جزیرې له اشغال وروسته د کیف او مسکو ترمنځ کړکیچ ورځ تر بلې زیاتیږي. له بلې خوا اوکرایني قوتونه لا هم ددې هیواد په ختیځ کې د جلاغوښتونکو پر وړاندې په مبارزه بوخت دي. روسیه د اوکرایني جلاغوښتونکو څخه ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG